د ګوګل شرکت له لوري د مرګ وړاندوینه

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۹مه) د ګوګلDeepMind په نوم یوې برخې مصنوعي عقل جوړ کړی، چې کولی شي د شخص د ناروغۍ  مطالعې له مخې د هغه مرګ وړاندوینه وکړي.
 
راپورنو د ګوګل رسمي وېبلاګ په حواله لیکلي، چې د مصنوعي عقل جوړولو شرکت د خپلو څېړنو د موخو لپاره، د امریکا له بهرنیو چارو وزارت او د تقاعد له ریاست سره مرسته کړې ده.
 
ویل شوي، چې په پایله کې د عصبي شبکو د ناروغانو د مخینې شنونکو ۷۰۰زره افسران او سربازان د مطالعې لاندې نیولي دي.
 
د مصنوعي عقل جوړونکو دغې ناروغۍ ته پام کړی دی، چې ځینې وخت هېڅ ښکارېدونکې نه دي او هېڅ نښې یې هم نه لیدل کېږي.
 
نارسایي (ARF) ناروغۍ کولی شي، چې خلک په هر عمر کې زیانمن کړي.

شننونکو له دې پرته زیاته کړې، چې په سلو کې 11 تنه په روغتون کې د سم وضیعت نه درلودلو له امله مړه شوې ده.