د داعش ډلې ويډيوګانې به انټرنېټ ته په پورته کولو سره تشخيص کيږي

روهي (نۍ/د کب پنځمه)، يو بريتانوي شرکت د انګلستان د کورنيو چارو له ادارې سره په ګډه داسې يو محاسبوي پروګرام جوړ کړی، چې د داعش ډلې تبليغاتي او د پروپاګندا وېډيوګاني په تشخيص کوي.

دغه پروګرام د ASI په نوم يو بريتانوي شرکت، د حکومت د کورنيو چارو د ادارې د ۶۰۰ زره پونډ، په مالي مرستې باندې جوړ شوی دی.

د بريتانيا د حکومت په وينا په چې دغه تشخيص کونکی پروګرام يا الګورېتم به، د داعش ډلې ۹۴ سلنه وېډيوګاني، انټرنېټ ته د پورته کولو يا اپلوډ په وخت کې پېژني.

د مسولينو په وينا، هغه ويډيوګانې چې په داعش ډلې پورې اړه ولري ، له نورو وېډيوګانو څخه د يو سېګنال په ورکولو جدا کيږي.

په دغه پروګرام کې يوه وېډيو، چې په کې خبرونه دي او بله وېډيو چې په داعش ډلې پورې اړه لري، د زړه د ګراف غوندې، د لوړو - او ټېټو نښو په څېر له يو او بل څخه توپیر کيږي.

د بي بي سي له انګليسي څانګې سره په خبرو کې د پروګرام (الګورېټم) مسولينو د ياد الګورېټم په اړه د پوره مالوماتو له ورکولو ډډه کړي. دوي ويره ښودلي، چې که چېرې دغه مالومات عام شي، نو شونتيا شته چې ترهګرې ډلې به هم، همداسې محاسبوي ماشين يا الګورېټم ته لاس پيدا کړي او يا به يې جوړ کړي.