رولا سعاده غني، د هېواد لومړۍ ميرمن

رولا سعاده غني، د هېواد لومړۍ ميرمن
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنۍ ژوند: رولا سعاده په ۱۹۴۸ زيږديز کال د لبنان په بيروت کې زيږدلي ده. نوموړې د بيروت په امريکايي پوهنتون کې له اشرف غني احمدزي سره وپېژندل. په ۱۹۷۵ کال کې له اشرف غني احمدزي سره واده وکړ، چې د مريم په نوم لور او د طارق په نوم زوی لري.

سياسي ژوند: رولا سعاده له اشرف غني سره له واده کولو وروسته د رولا غني، نوم خپل کړ. په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې افغانستان ته راغله او د افغانستان طبيعت يې تر لاسه کړ. د افغانستان له طبيعت وړاندې نوموړې د لبنان او امريکا طبيعتونه درلودل. رولا غني له ۲۰۱۴ را وروسته د هېواد لومړۍ ميرمن ده او په افغانستان کې يې اوس نوم بي بي ګل ده.
 
زده کړې: رولا سعاده د لبنان په بيروت امريکايي پوهنتون کې د ورځپاڼې په برخه کې لېسانس واخېست. له لېسناس وروسته يې په همدې پوهنتون کې په سياسي مطالعاتو کې د ماسټرې سند تر لاسه کړ. نوموړې همد ډول دويمه ماسټره د ژورنالېزم په برخه کې د امريکا د کولمبيا له پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده.
رولا غني اوس مهال په انګليسي، غربي، پښتو او دري ژبو خبرې کولی شي.

دندې: کله چې بي بي ګل له ولسمشر غني سره واده وکړو نو امريکا کې يې استوګنه پیل کړه. محمد اشرف غني په امريکا په خپلو زده کړو بوخت وو، چې ميرمن يې بي بي ګل په امريکا کې د ښځو او ماشومانو د حقوقو په ملاتړ په مختلفو مدني فعاليتونو کې برخه درلوده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ميرمنې، زېنت کرزی څخه وروسته د افغانستان د لوموړۍ ميرمنې مقام ته ورسېده. د هېواد د لوموړۍ ميرمنې له کېدو وړاندې، بي بي ګل، په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې د مارچ په اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په اړه وينا وکړه او په دې سره د لوموړي ځل لپاره په افغانستان کې د رسنيو پر وړاندې ښکاره، مدنې او سياسي هڅې يې پيل کړې.

د هېواد لومړۍ ميرمنې په توګه د بي بي ګل له دندې سره، افغان ښځو دا هيله پيدا کړه، چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی او تعصبي چلند به له منځه لاړ شي او په هېواد کې به د ارګ له ادرسه د ښځو د ستونزو په اړه ځانګړې پاملرنه وشي.

بي بي ګل اوس مهال په افغانستان کې په سياسي او مدني ناستو، د ښځو او ميرمنو په راټولېدنو او يو شمېر نورو سياسي او ټولنيزو پروګرامونو کې فعاله او پراخه ونډه اخلي.

بي بي ګل ډېری وخت د رسنيو پر وړاندې را څرګنديږي، د هېواد په روان ټولنيز وضعيت، د ښځو او ماشومانو په حقوقو، په حکومتوالۍ کې د ښځو په فعالې ونډې خبرې او څرګندونې کوي.

دا چې بي بي ګل لبنان اصله افغانۍ ميرمن ده او د افغانستان طبيعت لري، نو د هېواد د لومړۍ ميرمنې په توګه يې، تېره ورځ د برېښنايي پېژند پاڼو لپاره نوم لېکنه وکړه او برېښنايي پېژند پاڼه به واخلي.

هېواد ته د مجاهدينو او طالبانو په راتګ سره، د افغان ولسمشرانو مېرمنې په کورونو ناستې وې، په سياسي، ټولنيز او نورو برخو کې يې هېڅ ډول برخه نه اخېستله. د ولسمشر حامد کرزي په راتګ سره د نوموړي مېرمن زېنت کرزۍ، د هېواد لوموړۍ مېرمن ونومول شوه. خو آغلې کرزۍ هم په هېڅ ډول سياسي او ټولنيزو پروګرامونه کې برخه نه درلوده.
 
بي بي ګل، د هېواد د نورو ولسمشرانو د ميرمنو په پرتله فعاله ده او ځينې وخت له ولسمشر غني سره په رسمي سفرونو کې هم ملګرتيا کوي.