
د اسرائيلو د عدليې وزيرې ايلت شېکد په خپلو ورستيو څرګندونو کې ويلي، چې اسرائيلي دولت بايد د اکثريت يهودو له حقوقو څخه ساتنه وکړې، تر دې چې که دغه کړنه د انساني او بشر حقوقو پر ضد هم وي.
نوموړې دغه څرکندونې د هغه قانون په راټولېدنه کې وکړې، چې د لومړي ځل لپاره، اسرائيل د يهودو د قانوني کور او هېواد په توګه معرفي کوي.
د ايلت شېکد په وينا، په لومړيو کې بايد اسرائيلي دولت هڅه وکړي، چې ډيموکراسي او د يهودو حقوق دواړه خوندي کړي، خو که چېرې ډيموکراسي او د بشر حقوق هم د پښو لاندې کيږي، بيا هم بايد د يهودو ملاتړ او ساتنه وشي.
اسرائيلي حکومت په دې ورستيو کې داسې قانون توشيح کړ، چې له امله يې د لومړي ځل لپاره د اسرائيلو هېواد د ټولې نړۍ د يهودو د قانوني کور او هېواد په توګه پېژندل شوی دی.