امریکا پاکستان د ترهگرو ملاتړ په لېست کې اچوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۵مه) د راپورنو له مخې پاکستان په وروستیو کې هڅه کوي تر څو د هغو ملکونو په لېسټ کې را نه شي، چې د ترهگرو ډلو په ضد یې اقدامات نه وي کړي.
 
د چارو شنونکي په دې باور دي، که د پاکستان نوم د مالي منابعو د څارنې د ادارې په دغه نوملړ کې راشي نو دا به د پاکستان اقتصاد ته لوی تاوان وي. 


امریکا په وروسیتو کې پر پاکستان خپل فشار زیات کړی ترڅو په سیمه کې د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي.


ویل شوي، چې د مالي منابعو د څارنې اداري غړي راتلونکې اوونۍ په پارس کې غونډه کوي. داسې اټکل کیږي چې په دغه غونډه کې به د پاکستان په هکله هم پریکړه کېدونکې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې مالي منابعو د څارنې ادارې پاکستان د ٢٠١٢ کال نه د ٢٠١٥ کاله پورې په دغې نومړ کې شامل کړی و.