باجوه: ترهګرې ډلې له افغان کډوالو ګټه اخلي

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۵مه) د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه ویلي، ترهګریزې ډلې له افغان کډوالو ګټه اخلي.
 
بل خوا د پاکستان پوځ په یوه بیان کې هم راغلي، د سیمې سولې او امنیت د افغانستان له امنیت سره تړاو لري ځکه افغانستان د سیمې لپاره د سولې لاره ګڼل کیږي.
 
جنرال باجوه زیاته کړه، پاکستان په خپله خاوره کې د ټولو ترهګرو ډلو امن ځایونه له منځه وړي دي او د ترهګرو ځینې پاتې شوني چې د افغان کډوالو له شتون څخه او د پولې په اوږدو کې د منظمه مدیریت له نشتوالي څخه د ګټې اخیستلو هڅې کوي.
 
د باجوه په وینا، هیڅکله به اجازه ورنه کړي ترڅو د پاکستان خاوره د نورو هېوادو پر ضد وکارول شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکایي چارواکو تل ادعا کړي چې د طالبانو او د حقاني شبکې امن ځایونه د پاکستان په مهمو ښارونو کې وجود لري.