
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۴مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې له امریکايي سیال ښاغلي ټرمپ سره یې په ټیلیفوني خبرو کې د فلسطین او اسرائیلو پر موضوع خبرې کړې دي.
د اسپوتنیک راپور له مخې، ښاغلي پوتین د فلسطین له مشر محمود عباس سره په لیدنه کې وویل:
" همدا اوس مې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ښاغلي ټرمپ سره ټیلیفون خبرې وکړي."
هغه د فلسطین دولت مشر ته ډاډ ورکړ، چې د فلسطین او اسرئیلو ترمنځ مسئله یې د خبرو یوه برخه وه.
پوتین وویل:
"له شک پرته، ما د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د ستونزې د حل په اړه خبرې وکړي."