د ولسمشر ټرمپ د زوی ميرمن، وانېسا ټرمپ مسمومه شوي او په روغتون کې بستر ده

روهي (درې نۍ/۲۴ د سلواغې)، د امريکا د متحدو ايالتو دولسمشر ډونالډ ټرمپ د زوی ميرمن وانېسا ټرمپ، هغه وخت مسمومه شوي، چې د ټرمپ دزوی جنير ډونالډ ټرمپ په نوم د يو راغلي ليک په منځ کې سپين پوډر اچولو شوي وو او نوموړي يې په حس کولو سره ټوخي او ګانګې کړي.

راپورنو ويلي، چې وانېسا له ۹۱۱ پد پوليسو شمېرې ته زنګ وهلي او پوليسو نوموړې روغتون ته رسولې ده، د پوليسو په وينا د نوموړې روغتايي حالت اوس ښه دی.

هغه وخت چې په نيويارک ښار کې، منهاټن اپارتمان ته د جنير ټرمپ کور ته دغه ليک لېږل شوی وو او د ولسمشر ټرمپ ننګور وانېسا ته دا ستونزه پېښه شوه، د نوموړې د کورنۍ هېڅ غړي په کور کې شتون نه درلود.

د نيويارک پوليسو د ليک په پاکټ کې استول شوي سپين پوډر د روغتيايي او جنايي څېړونو په موخه طبي لب ته استول شوي او څرګنده شوې ده، چې ياد پوډر زهري او خطرناک نه وو. پوليسو وايي چې تر اوسه نه ده، مالومه چې ليک چا استولی وو او ولې دغه سپين پوډر په کې اچولي وو، کوم چې د وانېسا ټرمپ د مسموم کېدو لامل شول.