د ګرجستان پخوانی ولسمشر له اوکراین نه ایستل شوی

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۴مه) د ورکړل شویو راپورنو پر بنسټ ویل شوي، چې د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخائیل ساکاشویلي له اوکراین څخه ایستل شوی او پولنډ ته ورسېد.
 
 د ساکاشویلي له نېږدې کسانو یو تن  تېر ماښام پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ګرجستان پخوانی ولسمشر وارسا ته رسیدلی دی.
 
بل خوا د پولنډ په هېواد کې چارواکو هم دا خبر منلی دی.
 
تردې وړاندې د اوکراین د سرحدي ځواکونو یوه ویاند په وینا، چې ساکاشویلي له دې کبله له هغه هېواده اخراج شو چې په غیر قانوني ډول یې هلته ژوند کاوه.
 
د ښاغلي ساکاشویلي د زېږېدو اصلی ځای ګرجستان دی، په ۲۰۱۵کال کې د تابعیت حق واخیستل شو.