
روهي (دوه نۍ/۲۳ د سلواغې)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ورستيو څرګندونو کې تېنګار کړی، چې بيت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه او په دې اړه نورو خبرو او مذاکراتو ته اړتيا نشته.
ټرمپ وايي، "زه بيا ټېنګار کوم چې بيت المقدس (اورشيلم) د اسرائيلو پلازمېنه ده، نورې هغه پولې چې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ ټاکل کيږي او دوی پرې موافق وي، زه يې ملاتړ کوم."
د تېر زيږديز کال په ورستيو کې ټرمپ اعلان وکړ، چې بيت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه ده او د واشنګټن سفارت به هلته په رسمي ډول وږلېږدوي. د ټرمپ دغه څرګندونې د نړۍ د مسلمانانو او يو شمېر نورو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوې، چې وروسته ملګرو ملتونو پرې پرېکړه وکړ، او بيت المقدس د فسلطين د پلازمېنې په توګه وپېژندل شو.
بيت المقدس د نړۍ مسلمانانو، يهودو او عسيويانو ته، په مذهبي لحاظ مقدس او مهم ځای دی. چې د فلسطين او اسرئيلو ترمنځ د کالنو جګړو يو مهم اړخ بيت المقدس دی.