د هوايي مسافرو لپاره په الوتکو کې د وای فای اسانتياوې رامنځ ته کيږي

روهي (دوه نې/۱۶ د سلواغې)، د اروپايي ټولنې په ۲۸ هېوادونو کې به مسافر وکولی شي، چې د روان کال د جون د مياشتې له شلمې ڼېټې وروسته په هوايي پروازونو کې د وای فای پر مټ له انټرنېټ څخه ګټه واخلي.
 
د Deutsche Telekom په نوم د جرمني هېواد د مالوماتي ټېکنالوژۍ او مخابراتي شرکت، په د اروپا په وچه کې په ۳۰۰ سټېشنونو باندې کار کړی، چې د اروپا وچې ته په دننه کېدو سره به مسافر وکولی شي له انټرنېټ په هوا کې هم ګټه واخلي.
 
د يا شرکت په وينا دې دغه ۳۰۰ انټرڼيټي سټېشنونو په وسېله به، مسافرين په هوايي پروازونو کې له وای فای برخمن وي، د دوی په وينا، که هوايي پروزا د بحر د پاسه او يا په دښتو او غرونو کې وي، خو انټرنېټ به د الوتکو دننه کار کوي.
 
تر اوسه د ۸۲ هوايي شرکتونه د هوايي پروازنو په جريان کې، خپلو مشتريانو ته د وای فای پر مټ د انټرنېټ خدمات وړاندې کوي.