بي ټي د نویو چټکو انټرنیټي خدماتو تضمین کوي

بي ټي ژمنه کوي، چې خپلو مشتریانو ته تر ټولو چټک انټرنیټي نوي خدمات وړاندې کړي، چې چټکتیا به يې ۱۰۰ ایم بي په في ثانیه وي.

بي ټي تضمین ورکوي، چې که د کوم مشتري د انټرنیټ سرعت يې له ۱۰۰ ایم بي څخه په في ثانیه کم شو، دوې به ورته ۲۰ پونډه تاوان ورکړي.

دا خدمات اوس یواځې ۲۵۰ زره کورنیو ته وړاندې کیږي. ددې انټرنیټي خدمتونو لوړه بیه هم تر انتقاد لاندې ده.

ددې تر ټولو چټک انټرنیټ دوه کڅوړې د انکلستان په لویځ واخله تر سویل او بیا د ایدنبورګ تر ډونالډسن پورې فعالې دي.

د انټرنیټ دا دوه کڅوړې د ۱۵۲ ایم بي په یو ثانیه او ۳۱۴ ایم بي په یوه ثانیه کې سرعت لري، چې د دواړو د سرعت تضمین هم شوی دی.

اف کام OfCom په خپل راپور کې وايي، چې په انګلستان کې د انټرنیټ چکټتیا ۴۴ ایم بي په یوه ثانیه کې ده.

ورته خدمتونه د ویرجن میډیا له لورې هم برابریږي؛ خو اوس یوه نوې کمپنۍ د هایپراپټيک په نوم کار کوي، چې ټاکل شوې د لندن په ۸۰ عصري اپارتمانونو کې به د انټرنیټ دومره چټک خدمات وړاندې کړي، چې چټکتیا به يې ۱۰۰۰ ایم بي په یوه ثانیه کې وي.

لوړه بیه: 
رب هیلبرن د انټرنیټي خدماتو ماهر د بي ټي د انټرنیټي خدماتو د چټکتیا او تضمین څخه خوښ دی، خو وايي، چې ۵۴.۹۹ تر ۵۹.۹۹ پونډه پورې يې بیه لوړه ده.

نوموړی سپارښتنه کوي: 
"زموږ سپارښتنه هغوې ته، چې غواړې د انټرنیټ دا خدمات استفاده کړي، داده، چې لومړی هماغه معیاري فایبر کڅوره نوې کړه؛ او مستقیم دومره چټک انټرنیټ ته لاس مه اچوئ. دا کار به ستاسې پیسې هم سپما کړي او انټرنیټ به مو هم ښه شي."
 
د تینک براوډبیډ پاڼې شریک انډریو فیرګوسن وايي: "دا چټک انټرنیټ نوي خدمات د هغوې لپاره دي، چې مخکې يې هم چټک انټرنیټ کاروه؛ مګر کله چې سیال ویرجن میډيا د ۲۰۰ څخه ۳۵۰ ایم بي په في ثانیه چټک انټرنیټي خدمات پیل کړل، بي ټي مجبور شو، چې خپلو مشتریانو او مارکیټ په نظر کې نیول سره دا ډول خدمات ارایه کړي."

هغه زیاتوي: 
"اوس چې ان لاین ګیمونه او ډلې جوړې شوي، هر څوک په کور کې د چټک او پایداره انټرنیټ غوښتونکي دي. او په زیاتو سیمو کې ویرجن میډیا د خلکو د باور وړ ګرځيدلې. نو د همدې لپاره، ممکن په ځینو سیمو خلک په یوه بدیله شبکه غور وکړي او وګوري، چې د ګیم وهلو پرمهال د هغوې کار څنګه دی."

د جي فسټ په نوم چټک انټرنیټي خدمات په پام کې دي، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به ۱۰ میلونه کورنو ته ورسیږي. دا که څه هم د د VDSL2 په نیسبت دې خدماتو ریچ کم دی، خو سرعت يې نیسیتا ښه دی. 
د اف کام د مالوماتو په اساس، د انټرنیټ د چټکتیا او باور له اړخه انګلستان اوس هم د نړۍ د نورو سیالو هیوادونو څخه شاته دی.

څارونکي وايي، چې یواځې ۸۴۰ زره کورنۍ پوره فایبر ته لاس رسی لري، او یو ۱.۱ میلون کورنۍ اوس هم سلو او کمزوري (۱۰ ایم بي په في ثانیه) انټرنیټ کاروي.

د بي ټي اوپن ریچ څانګه په انګلستان کې د کمزوري انټرنیټي خدماتو په وړاندې کولو تورنه ده. 
په ۲۰۱۷ کال کې د اف کام په امر بي ټي د یوې قانوني جلا شوې کمپنۍ په توګه رامینځ ته شوه، چې ټولو مشتریانو ته به یو ډول خدمات وړاندې کوي.

د انګلستان حکومت هم تیر ډیسمبر ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به د انټرنیټ چټکتیا کم تر کمه ۱۰ ایم بي په في ثانیه وي.

اوپن ریچ په خپل یو پلان کې چې د انګلستان حکومت ته يې وړاندې کړی و، غوښتنه کړې وه، چې دوې به په خپلو خدماتو کې په خپل سر او خپل مهال ویش پرمختګونه راوړي، خو حکومت يې دا غوښتنه ونه منله.

اوپن ریچ ویلي، چې د حکومت پریکړه مني او له مخې به يې په انګلستان کې هر وګړې ته د براوډبینډ انټرنیټي سهولتونه برابر کړي.