د افغانستان سياست د نړۍ په کچه تر ټولو پېچلی سياست دی

د افغانستان سياست د نړۍ په کچه تر ټولو پېچلی سياست دی
شمس رحمانزی

له ۱۳۵۷ کال را وروسته چې په افغانستان کې د غوايي د اوومې پوځي کودتا تر سره شوه، د افغانستان سياست يې د نړۍ د پېچلو سياستونو په کتار کې او يا يې هم د نړۍ تر ټولو پېچلی سياست کړ.

د غوايي له کودتا وروسته، افغانستان د تېر په پرتله څو ځلې ډېر د ګاونډيو، سيمه ييزو او نړيوالو ځواک لرونکو هېوادونو د سياسي لوبو او خپلو ملي ګټو د لټون ځای شو.

د غوايي د کودتا په وخت کې نړۍ په دوه قطبي سياسي او پوځي ځواک کې وه، د دويمې نړيوالې جګړې زېږنده سړه جګړه د کمونېزم او کپېټالېزم ترمنځ روانه وه. د کمونېزم او کپېټالېزم سياسي خوځښتونو او ايډيالوژیو افغان په لومړيو کې په دوو لويو برخو ووېشل، بيا يې کمونېزم پلوه افغانان په خلق او پرچم دوو سياسي کورنيو مکتبونو سره ښکر په ښکر کړل؛ د کپېټالېزم او امپريالېزم پلوي افغانان يې نېږدې په اوو سياسي مکتبونو سره بېل کړل.

د غوايي له کودتا وروسته د افغانستان سياست دومره پېچلی شو، چې عام افغانان خو څه، بلکې سياسي مشران او سياسي شنونکي کې يې هم ګېچ کړل. شاګرد په استاد؛ استاد په شاګرد؛ ښځه په خاوند؛ خاوند په ښځه؛ رئيس په مامور په رئيس؛ ولسمشر په لومړي وزير او لومړی وزير په ولسمشر بې باوره شول؛ يو او بل يې ووژل.

بله خوا يې، د اسلام په نوم راپورته کړې افغانان او مشران یې داسې ګنس کړل، چې په يو امام پسې د اقتدا لمونځ يې ترې ګډوډ او له تريد ډک کړ.
 
په ۱۳۷۱ کال کې چې کله مجاهدين هېواد ته راغلل، بيا هم د سياست پېچلتيا ختمه نه شوه، اختلاف د نظر، ټکر د ګټو او پر يو بل شک هغه څه وو، چې هېواد يې پنځه کله په جګړه کې وساتلو.
 
په ۱۳۷۵ کال کې چې طالبانو ظهور وکړ، سياسي لوبه لا هم پېچلې وه، افغانانو دغه خلکو ته د سمونکو او فساد پر وړاندې مبارزينو په سترګه کتل؛ تر دې چې د وخت مشران مجاهد رهبران يې په سور - بور پوره نه پوهېدل او دين د لښکر نوم يې ورکړ.

د طالبانو له سقوط وروسته، امريکا په ملاتړ نوې اداره رامنځ ته شوه، چې د افغان سياست پېچلتيا يې لا پسې مغلقه کړه.
 
له ۱۳۵۷ څخه بيا تر ۱۳۷۵ پورې؛ روسانو خپلې ګټې لټولې او يو شمېر د روسانو د ګټو خلاف وو، امريکا په خپلو ګټو پسې سر وه، خو نور يې پر وړاندې ولاړ وو، پاکستان، ايران، سعودي، فرانسې او بيا تر چين او هندوستان پورې؛ بهرني او کورني سياسي لوبغاړي په سياسي ډګر کې په لوبه بوخت او ګټو پسې سر وو.

په ياده دوره کې د افغانستان سياست بې باوره وو، تر دومره کچې پټ او بې باوره وو، چې د نړۍ خپلواک هېوادونه نه پوهېدل، چې افغان سياسي مشر د چا په لاس کې او د چا له لاس ولېدلی دی.

يوه ورځ به خلقي او پرچمي مشر د روس د لاسپوڅي په نوم ياديدو او بله ورځ به مجاهد کبير ترې جوړ شو، د امريکا د ګټو ساتونکی او روسانو ته به سر خوږی شو. حزبي مشران مو به په خپل منځ کې يو او بل پسې، د پاکستان، ايران، سعودي او په نورو د خرڅ شويو توورنه لږول او کله به يې هم، خپل د سنګر ملګری د روسيي پلوه حکومت په جاسوسۍ تورن او وواژو.

د طالبانو دوره هم داسې واخله؛ چا طالب ته د مدرسي خوار متعلم ويل، او چا هم ورته د پاکستان د ای اېس ای جنګيالي.

له ۱۳۸۰ بيا تر نن؛ موجوده سياسي لوبه تر ټولو پېچلې ده، په اوسني وخت کې سخته ده، چې تفکيک شي؛ ترڅو جګړه د چا ده او ولې په افغانستان کې کيږي؟

امريکا په افغانستان کې د جګړې پر وړاندې پانګونه کړي، د ترهګرۍ په نوم جګړه يې پيل کړي، پوځيان يې استولي، سټراټېژۍ او پالېسۍ جوړه وي، په ډېر شمېر پوځيان يې په کې وژل شوي او ټپيان شوي دي، خو داسې شواهد موندل شوي، چې امريکا په خپلو چورلکو کې وسله والو مخالفين د هېواد له يوځای - بل ځای ته استوي، تورونه لګيږي، چې امريکا د يوې وسله والې ډلې پروژه بشپړه او بله پسې جوړه کړي.

همدا ډول حکومتي مشران، چې د وسله ډلو د ځپلو په موخه دندې لري، همدا وسله والو د هېواد خوندي سيمو ته د بريدونو په موخه رسوی او لارې ورته ښيي.

پارلمان په حکومت او حکومت په پارلمان، د فساد، غصب، چور، پرديو ته د جاسوسۍ، وسله والو او مافيا سره د همکارۍ تورونه پورې کوي.
دا نه ده مالومه چې:
- حکومت د کوم بهرني هېواد ګټې ساتې او د کوم مخنېوی کوي؟
- وسله والې ډلې څوګ حمايه کوي او د چا پر وړاندې يې حمايه کوي؟
- رسنۍ د چا له خوا سپنسر دي؟ چا ته کار کوي او ژورې موخې يې څه دي؟
- د بهرنيو مرستې په څه پار دي او څه ترې وباسي؟
- مافيا څوګ ده او د مافيا سره مبارزه څوګ کوي؟
- بهرنۍ مرستې چېرته لاړې؟ شتمن او غريب چيغې وهي چې فساد دی.
- سوله څوګ کوي او څوګ نه کوي؟ سولې خنډ څوګ دي، کورنۍ سياسي کړۍ، ګاونډيان، په ځپله وسله وال مخالفين، حکومت او که امريکا؟
- مدني ډلې او سياسي ګوندونه د کومو پټو موخو په پار اخته دي او فعاليتونه کوي؟

پورته ټولې پوښتنې بې ځوابه نه دي پاتې، خو ځوابونه يې په اجماع نه دي ولاړ، ځوابونه او لېدلوري د اسمان او ځمکې ترمنځ په توپير کې دي.

اختلاف د نظر يو طعبي اصل دی، د نړۍ په ټولو ملتونو او هېوادونو کې شتون لري، خو په افغانستان کې اختلاف د نظر نه دی، بلکې لوبه پېچلې ده، لوبه پټه ده، له خلکو په کې ورکه ده. اهتلاف د نظر ثابت وي؛ له يو څه يو څوګ پا موافق او يا هم غېرې موافق وي، دا د نظر اختلاف دی، خو دلته ورته او مخالف نظرونه په خپل منځ کې سره توپير لرونکي او په ټکر کې دي.