
۱- دري ورځي دمخه کابل کې د امريکا سفارت خبرداري ورکړي وو چې د کابل پر يو نامعلوم هوټل بريد ترسره کيږي او دادی پر کانټينټال هوټل ترهګريز بريد وشو. پوښتنه؛ امريکا سفارت ته چا اطلاع ورکړي و او له کوم ځايه خبر شول چې بريد ترسره کيږي؟
۲- يو مياشت مخکې د کانټينټال هوټل امنيتي چارو مسوليت له افغان پوليسو اخستل کيږي او د کابل بلخ KBSS په نوم امنيتي کمپنۍ ته چې مشر يي محمد سعيد رحيمي د پنجشير اوسيدونکي دی او ويل کيږي کوم قومندان هم پکي سهم لری سپارل کيږي ،ياد شرکت ته کورنيو چارو وزارت جواز ورکړی او امريکايي ځواکونو، ناټو او مشرانو جرګې هم ستاينليکونه ورکړی.
•پوښتنه؛ ولي ددغه مهم هوټل د امنيتي چارو مسوليت يو مياشت مخکې داسې يوې کمپنۍ ته سپارل کيږي چې امريکايانو ته اعتمادي وي او بيا په خپل دنده کې پاتي راځي؟
۳- ويل کيږي دوه تنه وسله وال ترهګر له امريکايي تفنکچو سره مخکي له مخکي کانټينټال هوټل کې ځاي پر ځاي شوې وو، او دري تنه نور ترهګر له مجهزو وسلو سره په VIP لنډکروزر کې هوټل ته له امنيتي تالاشيو تيريږي او هدف ته رسيږي.
پوښتنه؛ ترهګر کانټينټال هوټل ته له مجهزو وسلو، يونفورم او لنډکروزر سره چا راوستل او امنيتي کمپنۍ دنده بيا نو څه ده؟
۴- داسې ويل کيږي چې هوټل کې زياد شمير بهرنيان دروسي هيوادونو اتباع وو او د کام اير هوايي شرکت تخنيکي او پيلوټۍ برخو کې کار کول او بريد کوونکو په پوره ارامۍ ټول روسان له منځه يوړه او ويل کيږي ترهګرو ته د ټولو خارجيانو اطاقونه معلوم ول.
پوښتنه؛ ترهګرو ته چا د روسي ميلمنو د اطاقونو نمبر ورکړي وو او چا ورته مخکي له مخکي دهوټل ډوډۍ خوړلو صالون کې امکانات برابر کړل؟
پوښتنه؛ دپيښې د قربانيانو او هوټل مالي او ځاني خساری جبران د امنيتي کمپنۍ KBSS په غاړه دی يا چې حکومت يي پور پري کړي؟
باور لرم که تحقيقي او مسلکي څيړنه وشي ددغې درد ناکې حادثې ټول حقايق معلوميږي.
بريد کرايي ترهګرو طالبانو په غاړه اخستي او افغان ځواکونو وکولي شول چې د 120 تنو هيوادوالو ژوند وژغوري.