
دوه ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د انټر کانټېننټال هوټل باندې یو خونړی برید وشو، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر بهرني او داخلي مېلمانه ووژل شول.
د برید په اړه لا تر اوسه هم بېلابېلې څرګندونې موجودې دي.
ویل شوي، چې بریدګرو بهرنیان لټول. په پېښه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې برید موخه بهرنیان وو.
یو تن عیني شاهد چې له پېښې سلامت وتلی دی، د بي بي سي عربي برخې ته ویلي، چې دی "افغان یم" یوې چغې ژغورلی دی.
په ورته وخت د پېښې مسوولیت طالبانو منلی، خو امنیتي سرچینې وايي، چې برید په پاکستان کې یوې وسله والې ډلې (حقانې ډلې) پلان کړی و.
دغه برید تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم غندلی دی.
امنیت شورا په یوې اعلامیې خپرولو سره، په سیمه کې له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له افغان حکومت سره عملي مرستې وکړي.
بل خوا ددې خونړی برید په غبرګون کې د امریکا متحده ایالاتو له پاکستان حکومت څخه غوښتي چې د وسله والو طالبانو مشرانو پر خلاف نور جدي ګامونه پورته کړي.
جدي غوښتنې:
امریکا کې د سپینې ماڼی ویاندې سارا سنډرز تیره ورځ(۱۳۹۶لمریز، سلواغې۲مه) په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په خپل خاوره کې د طالبانو مشرانو د نیولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د اغلې سنډرز په وینا؛ موږ پر پاکستان غږ کوو ترڅو د وسله والو طالبانو مشرانو د نیولو او یا هم د ایستلو لپاره ژر تر ژره ګامونه پورته کړي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه برید په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ(۱۳۹۶لمریز، سلواغې لومړۍ) ویلي و، چې د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دې وروسیتو کې په کابل کې په کتنو او د امنیت شورا په فوق العاده ناسته کې د تروریستي ډلو پر ملاتړ او د فشارونو پر زیاتولو اجماع ته سره رسیدلي دي.
ولسمشر غني په خبره، چې پر کابل انټرکانټېننټل هوټل او نورو تروریستي بریدونو ته په کتو باید د یادې اجماع په رڼا کې د تروریزم پر ضد له تفکیک پرته ګډه او جدي مبارزه باید تونده کړو.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې د تروریستي بریدونو پېچلتیا ته په کتو د افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي سره په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د تروریزم پر ملاتړو د فشارونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، تر څو چې تروریستي ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځایونو برخمن وي، نو د سیمې خلک به امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی ونه لري.
دا په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې امریکا پر پاکستان ډیر تورونه ولګول، خو بل خوا پاکستان بیا پر دوی ټول لګول شوي تورونه رد کړي دي.
له پاکستانه په ځانګړې ډول جدي غوښتل شوي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې باید خپل رول نور عملاً باید وښيي.