اداري فساد او ننګونې

زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې فساد تر ټولو بده پدیده ده. د فساد نوم اوس دومره عادي شوی دی، چې هره ورځ په رسنیو او له ولسمشر څخه تر ولس کشر پورې ټول پر ستیج د فساد نارې وهي او په دې اړه ولس ته ډاډ او باور ورکوي، چې فساد به له منځه وړو. د افغانستان ۹۹ سله خلک مسلمانان دي. د اسلام په مبارک دین کې هم د فساد په اړه بد ویل شوي دي. چې په رشوت اخیستونکي او په رشوت ور کوونکي دې د خدای تعالی لعنت وي.

په تاریخي لحاظ افغانان فاسد نه دي. د بېلګې په ډول؛ که مونږ د روس تر راتګ او انقلاب مخکې د علیحضرت ظاهر شاه بابا او شهید سردار داوود خان حکومتونه مطالعه کړو، هغه وخت په افغانستان کې چا فساد نه پېژانده. له ټولو سره د وطن د مینې روحیه وه. یعنې که د هغه وخت یو وزیر یا والي د اوسني حکومتونو له وزیر او والي سره پرتله کړو، په تقوا او وطن دوستۍ کې یې ډېر فرق دی. مثلا زه به د هغه وخت د یو وزیر مثال راوړم:

وزیر محمد ګل خان مومند له وزارتونو تر ولایتونو پورې دندې ترسره کړې؛ خو په پای کې د کابل ښار په یو کرایي کور کې اوسېده. په تېرو پنځلسو کلونو کې چې کوم چا د یوه کال لپاره وزارت یا ولایت کړی دی، په کابل کې خو کور څه کوې، سودار ګریز مارکېټونه او حتی په بهر کې کورونه پیري.

په تېرو پنځلسو کلونو کې تر ټولو بده پدیده چې دې وطن ته راغله، هغه فساد و. د تېر ولسمشر حامد کرزي څخه هم د افغانستان د ولس تر ټولو لویه ګیله د فساد اوج و. دې وطن کې د روس له راتګ څخه وروسته یوازې دا نه چې مونږ مالي او ځاني تاوانونه ولیدل، تر ټولو خطر ناکه خبره دا ده، چې د فساد فرهنګ ډېر عام شو. ټول په دې فکر کې دي، چې افغانستان نه جوړیږي، نو د ځان لپاره پیسې وګټه.

کله چې ولسمشر اشرف غني واک ته ورسېد، هغه په خپلو کمپاینونو کې هم له فساد سره د مبارزې په هلکه جدي بحث کړی و. دا چې فساد یوازې افغاني پدیده نه ده، بلکې د بهرنۍ پدیدې په توګه یې ځکه پېژنم، چې په خپله بهرنیانو هم ډېرې پروژې او پیسې د افغان حکومت او د افغان ملت له اجازې پرته مصرف کړې. که د دې پیسو سمه محاسبه وشي، شاوخوا اتیا سلنه په دې پروژو کې درغلي شوې ده. که چېرې خارجیان سم قضاوت وکړي، هغوی به هم اوس خپلې نیمګړتیاوې ومني. د هغوی د ارادې یو اړخ دا هم کېدلی شي، چې پخوا به دوی پیسې په خپل سر لګولې، مګر اوس یې د اړوندو وزارتونو له لارې مصرفوي.

د رونټیا نړیوال سازمان چې په (۲۰۱۶) کال کې یې کوم راپور خپور کړی و، افغانستان په نړیواله کچه د فساد په برخه کې درېیم هېواد یاد شوی و او په (۲۰۱۵) کال کې د څلورم هېواد په کتار کې و، مګر اوس هم افغانستان د نړۍ د یو فاسد هېواد په توګه پېژندل کیږي. که مونږ خپله د ولسمشر غني د حکومت لږ محاسبه وکړو، په څو برخو کې توپیرونه لیدل کېدلی شي. مثلا په ټول افغانستان کې مافیا او غله له حکومت څخه سر ټکوي. دویمه خبره دا ده، چې پخوا به د دولت څوکۍ په علني ډول پلورل کېدلې، مګر اوس که په پټ ډول معامله وشي، خو په ښکار ډول له چا سره دا جرائت نشته او بله خبره دا ده، چې په عدلي او قضايي برخو کې ډېره بې عدالتي وه. اوس په محاکمو او څارنوالیو کې اراده تر سترګو کیږي. د دې ترڅنګ د ځمکو او غصب مافیا د پخوا په پرتله کمزورې شوې ده.

زه د هلمند ولایت د یوې بېلګې یادونه کوم، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یوازې کوچني مامورین کله نا کله څارنوالۍ ته پېژندل کېدل او لوړ پوړي چارواکي خلاصه تڼۍ ګرځېدل؛ خو د ملي وحدت په حکومت کې له هلمند څخه دوه لوړ پوړي نظامي مامورین د قولي اردو قومندان او امنیه قومندان له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شول، چې په تېرو کلونو کې دا لومړی ځل و، چې داسې دوه لوړ پوړي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شول.

که په عمومي ډول د هېواد حالاتو ته وګورو، په دې وروستیو کې د وزیرانو تر کچې چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. دا په خپله ښه امیدواري راکوي. یوه خبره دا چې له فساد سره مبارزه د دې هېواد اساسي جوړونې لپاره یو مهم اصل دی. مونږ اوس هم د پاڼ پر غاړه یو. هر څه مو د نړیوالې ټولنې پر اوږه دي. نه ښه امنیت لرو او نه هم له ښه اقتصاد څخه برخمن یو. اوس په کار دا ده، چې تر ټولو لومړی باید د قانون د حاکمیت لپاره هڅې وشي. هو قانون داسې نه دی، چې یوازې به پر غریب، بې وسه او بې واسطې کسانو پلی کیږي؛ بلکې قانون باید پر ټولو یو شان تطبیق شي.

ښه حکومتولي، کار اهل کار ته سپارل، مسلکي او په نوې ټکنالوژۍ برابره اداره را منځ ته کول هغه څه دي، چې دا هېواد متداومې سولې او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ته نږدې کوي. زه په ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او د ملي وحدت حکومت پر ځینو مشرانو باور لرم، چې په دې برخه کې هوډ لري؛ خو د دې تر څنګ پر همدغه ارګ او اجرایه ریاست کې یو شمېر مافیایي او ناولې څېرې اوس هم شتون لري. زما موخه دا ده، چې په دې اړه یوازې ولسمشر مبارزه نه شي کولای، بلکې یوه قوي او متحد ټیم ته اړتیا لري.

ټول افغانان باید په دې هېواد کې خپل عزت او اقتصاد په یو مترقي او با امنه افغانستان کې وګوري. تر څو پورې چې د دې فکر د ایجادولو لپاره مو یوه با اعظمه اراده نه وي کړې، مونږ خپلو موخو ته نه شو رسېدلی.