د بلخ نوی والي له رسنیو سره له خبرو منعه شوی!

د بلخ ولایت څخه د لرې کړای شوي والي عطامحمد نور پر استعفا میاشت اوړي، مګر نور لا هم په بلخ کې واکمني کوي.
 
د ملي یووالي حکومت د نور له استعفا سره سم دغه ولایت ته  د والي په توګه  د اسلامي جمعیت یو بل غړی انجنیر داوود ور پېژندلی دی.
 
هغه وخت انجنیر داوود ویل، چې دی او عطامحد نور د یوه سنګر ملګري دي او په خپلو کې کوم اختلاف نه لري.
 
بل خوا په ورته وخت کې ښاغلي نور بیا ـ بیا حکومت ته اخطارونه ورکړي، چې دی هېڅوک نه شي کولی ترڅو د  بلخ له ولایته یې لرې کړي.
 
نوموړي په خپلو څرګندو کې هر وخت د ملي یووالي حکومت مشران ناسم یاد کړي دي. د هغه په خبره، چې ولسمشر غني قدرت انحصار کړی او پر عبدالله عبدالله بیا هېڅ باور نه کوي.
 
د حکومت او عطامحمد نور موضوع په اړه اسلامي جمعیت ګوند او د حکومت ځینو استازو پرلپسې ناستې وکړې، چې په پایله کې اسلامي جمعیت ګوند له غوښتنو ډک یو لېست حکومت ته وسپاره.
 
 د اسلامي جمعیت له مهمو غوښتنو یوه همدا وه، چې د ملي یووالي حکومت تر پایه پورې به نور د بلخ والي په توګه دنده مخته وړي.
 
په هر صورت بلخ ته نوي ور پېژندل شوي والي هم وخت نا وخت له حکومت غوښتنه کړې، چې ده ته امر وکړي، تر څو د بلخ والي په توګه خپله دنده پیل کړي.
 
د راپورونو له مخې ویل شوي، چې انجنیر داوود د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې خپل نوی دفتر پرانیستی او په مرکز کې ځینې چارې مخته وړي.
 
تیر اوونۍ انجنیر داوود د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د ګډون کولو لپاره بلخ ولایت ته سفر کړی و.
 
نوموړی په داسې حال کې د پلار جنازې ته ولاړ، چې د عطامحمد نور امنیتي ګارډ ورسره وو.
 
 د ورکړل شویو راپورو له مخې، له انجنیر داوود څخه په بلخ کې غوښتل شوي و چې د پلار جنازې مراسم دې ترسره کړي او بیرته دې له دغه ولایته ووځي.
کابل ته سفر:
په همدې حال کې د بلخ نوی والي انجنير داوود له مزار شریف څخه کابل ته د راستنېدو پر مهال له خبريالانو سره خبرو کولو ته نه دی حاضر شوی.
 
داسې ویل کېږي، چې نوموړی په بلخ کې له خبرو کولو منع کړای شوی، ترڅو په مرکز کابل کې له خبریالانو او رسنیو سره د بلخ وضیعت په اړه معلومات شریک نه کړي.
 
د انجينير داود سکرتر ضمير قيومي بیا ویلي، چې خبريالانو ته يې په هوايي ډګر کې د خبري کنفرانس بلنه ورکړې وه، خو په وينا يې په ولسي جرګه کې د بلخ استازي اسدالله شريفي او د هوايي ډګر امنيتي مسوول محمد خان له لوري اجازه ورنه کړل شوه چې له خبريالانو سره خبرې وکړي.
 
په ورته وخت کې د هوايي ډګر امنيتي مسوول محمدخان ويلي، چې له دوی سره په دې اړه همږي نه وه شوې، نو ځکه یې انجنیر داوود ته د خبرو کولو اجازه ور نه کړه.
 
انجينير داوود چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د ولسمشر په امر د بلخ والي ټاکل شوی، خو د ارګ او عطانور تر منځ د سياسي تاوتريخوالي د رامنځته کېدو له کبله نه دی توانېدلی چې خپله دنده پيل کړي.
 
تازه د حکومت او نور ترمنځ د سیاسي کړکېچ په اړه، بلخ ولایت ته تیره ورځ د جمعيت ګوند مشرتابه غړي او د ولسي جرګې لسګونه غړي تللي دي.
 
تمه ده چې هلته راپورته شوې ستونزې لپاره وروستۍ پريکړه او حل لاره یې راوباسي او يا هم عطا محمد نور ته د دندې پرېښودلو قناعت ورکړي.