
پاچا خان نه پېژنم؛ خو نر سړی وو!
دوه ورځې وړاندې د خان عبدالغفار خان يا پاچا خان د مړينې دېرشمه کليزه وه، پاچا خان د فېبرورۍ په شپږمه، ۱۸۹۰ کال کې، د اتمانزيو په ټبر يوه سوله غوښتونکې پښتانه کورنۍ کې، په اوسني خبير پښتونخوا ايالت کې وزږېد او د جنورۍ په شلمه ۱۹۸۸ مېلادي کال کې ومړ.
پاچا خان څوګ دی؟
د عبدالغفار خان پلار بهرام خان په خپله سيمه کې د ځمکو څښتن خان او ملک وو. په هغه وخت کې د عبدالغفار خان لپاره د پلار او کورنۍ په شتو او مزو کې د راحت ژوند او هوساينې هر څه شته وو. خو عبدالغفار خان نرم بستر، سوړ او راحت خوب ونه کړ، د قوم او انسانيت په پار يې يو بله له ستونزو او کړونو ډکه لاره غوره او وټاکله.
عبدالغفار خان؛ د برطانيوي راج او باج پر وړاندې د نه تاوترېخوالي مبارز او مشر، په جهالت او ناپوهۍ کې د پروت پښتون ولس لپاره د رڼا او زده کړو ښوونکی، د ظلم پر وړاندې غږ، خدايي خدمتګار، د محافظه کارۍ د کلتور پر وړاندې خنډ، د مذهب د ټېکه دارانو سر درد، د خپلواکۍ او يووالي نه ستړی کېدونکی سر لار او څاروان؛ پاچان خان شو.
پاچا خان کلي تر کلي، کور تر کور او تر دې چې، د ټولنې فرد ته يې ځان ورسولو؛ د نه تاوترېخوالی، د خپلواکۍ په پار مبازره، سوله - مينه، حوصله او وېښتيا يې ورته توصيه او لارښوونه کړه.
وايي چې پا چاخان خپلو خلکو ته وويل، چې که چېرې له پوځ، پوليسو او زورواکو ويره لری، نو داسې وسله به درکړم، چې دوی به يې پر وړاندې مقاومت ونشي کړی؛ دا پيغمبري وسله ده، دا وسله د خدای له خدمتګارانو سره ده، دا وسله زغم، حوصله او عدالت دی.
پاچا خان اوږدې لارې په پښو وهلې، په ۱۹۱۵ کالنو کې يې د پښتونخوا ۵۰۰ کلي ولېدل چې بېده او ناخبره پرته دي، هر کلي ته لاړ ته د وېښتيا او مبارزې يې ورته وويل چې، پښتون وېښ شي، ځان او نړۍ جوړه کړي.
پاچا خان ناکامه سړی نه وو، پاچا خان په کم وخت کې پر ځان سل زره کسان راټول کړل، يون او خوځښت شو، د پاچا خان مبارزې مېوه ورکړه او رنګ يې راوړ.
خو پاچاخان د خپلې مبارزې ميوه په لومړۍ ورځ، اونۍ، مياشت او کال کې نه ده تر لاسه کړې، پاچا خان وزرېدو، بندي شو، شنکجه شو، وګواښل شو او ستړی شو، خو ده ستړيا احساس نه کړه.
په ۱۹۳۰ کالنو کې، د برطانيوي راج پر وړاندې به مبارزه کې يې د پېښاور په قصه خوانۍ کې يې، کابو ۲۵۰ ملګري د برطانيا د پوځ د مرميو ښکار شول، پاچا خان بندي شو، خو په عمل کې يې صبر، زغم، حوصله او نه تاوترېخوالی عملي کړ.
پاچا خان اوسني هند ته ورسېد، مهاتما ګاندي سره يې د يو فکر اړيکه ټېنګه شوه، هند ته يې د نه تاوترېخوالی غږ ورسوه. پاچا خان تر هغه له ګاندې سره وو چې په ۱۹۴۷ کې محمد علي جناح پاکستان را بېل کړ. د پاکستان او هند يو وجود او تجزيې، د پاچاخان مبارزه سړه نه کړه. د پاچا خان منزل، د نه تاوترېخوالي په وسلې مبارزه او وېښتيا وه.
د پاچا خان ستړي ژوند او مبارزې انسان، افغان او پښتون ته ډېر څه ور زده کړل، ډېر څه يې په لاس ورکړل او د ژوند ريښتنې مانا يې ورته وښودله.
پاچا خان، مهاتما ګاندي، محمد علي جناح ........ مړه شول، خو د دوی تر شا وېښ ولسونه پاتې شول.
ګاندي په هند کې اوس فرد او شخص نه دی؛ ګاندي د ټولنيز ژوند لارښود دی، ګاندي د سياسي مبارزې وسله ده، ګاندي؛ د ګاندېستز لپاره مقدس او سپېڅلی دی.
ګاندي اوس سياسي مکتب ګاندېزم دی، ګاندي د ملت پلار دی، ګاندي د هر هندي د زړه په سر دی.
محمد علي جناح د پاکستان د پيسو تصوير دی، جناح د هېواد بنسټګر دی، جناج رهبر دی او جناح لا په زوړنو کې ژوندی دی.
د پاچا خان مبارزه که له ګاندې ډېره نه ده، نو کمه خو هېڅکله هم نه ده، خو ګاندي له مرګ وروسته بيا را ژوندی نه شو، چې خلکو ته ووايي، زما مبارزې وستايئ؛ او له ګاندي څخه ګاندېزم جوړ کړئ، بلکې وېښ ملت تر ې پاتې شو او ګاندي يې ګاندېزم کړ.
خو پاچا خان، نن سياسي مکتب نه دی، پښتون پاچاخان د افسانوی داستان غوندي لولي، خو په خپله پښتون بيا ګاندي ژور لولي.
پښتون وايي، "پاخان خو نه پېژنم خو چې نوم مې اورېدلی نو غېرتي سړی وو، پاچاخاني پکار ده، د افغان وياړ پاچا خان، د پاچا خان لار........."
- پاچا خان د نه تاوترېخوالي په وسلې جګړه کوله، له پاچا خان سره پيغمبري وسله وه؛ خو پښتون د وينې جګړه کوي او ورسره شيطاني وسله ده.
- پاچا خان د يووالي چيغه وهله او د ورکېدو خبر يې ورکولو؛ خو پښتون د نفاق چېغه وهي او د ورکېدو په لار روان دی.
- پاچاخان په خدايي خدمتګارۍ کې د ورور لاس راپورته کړ؛ خو پښتون په شيطاني خدمتګارۍ کې ورور ووژلو.
پښتون ته نه وايو چې د بابا په لاره لاړ شه، پښتون ته وايو چې د بابا له لارې سره قضداً په ټکر کې مه ځه.
پښتون پاچا خان نه پېژني، خو پښتون پاچاخاني کوي، نو ځکه خو يې لويه ګناه دا ده چې پښتون دی.