
ما ورته و ویل، چې د بندي کولو ما ورته نه دي ویلي، خو هغه هم ځانته قانوني دلایل لري. زه د ولایت سر پرست یم. د څارنوال پر کور د چا پلار والله که د ننه شي. څارنوال صیب تر دې مخکې چې هغه بندي کوي، لویې څارنوالۍ ته یې راپور ورکړی و، هغه و ویل، چې سمه ده، تاسو ټول زما کور ته راغلئ، ستاسو په احترام به زه نوموړی ایله کړم او د مرکز یو هدایت به واخلم.
همداسې یې وکړل او ویې ویل، چې دا کار مې په هېڅ صورت نه کاوه، خو ستاسو مشرانو په خاطر مې وکړ. مونږ مننه ترې وکړه او هغه یې مازدیګر ته بېرته را خلاص کړ. ما د ولایتي شورا وکیل بشیر احمد شاکر ته و ویل، چې ته ولاړ شه او په خپله یې له نظارت خانې څخه را وباسه. هغه همداسې وکړل، چې په دې جریان کې د لویې څارنوالۍ پلاوی راغئ. هغوی دا کار قانوني وباله او د محاکمو حکم یې وکاته.
یوه خبره چې باید یادونه یې وکړم، چې څارنوال صیب د دغه مجلس ټول جریان چې امر صیب حفیظ الله خان کوم څه ویلي وو، په یوه کاغد یې لیکلی وو او پر ما، روحاني صیب او اتل صیب یې لاسلیک کړ. څارنوال د کابل پلاوي ته همداسې و ویل، چې دا د محاکمو حکم دی او دا په مجلس کې د ویل شوو خبرو، چې امر صیب حفیظ الله خان د دغو خلکو په مخکې ویلي دي، د دوی لاسلیک دی او ما دی په همدغه خبرو بندي کړی دی. زما سره دغه قانوني دلایل دي. د لویې څارنوالۍ پلاوي هم خپل راپور لوی څارنوال صیب ته راوړ او په هغه کې یې د قانون د تطبیق خبره کړې وه او مونږ یې په حق او حفیظ الله خان یې په قانون ماتولو یاد کړی و.
وروسته بیا دې کشالې لکه مخکې مې چې و ویل، له کندهاره تر کابله ټولې مافیا لاس ور اچولی و او دې خېمې اوولس ورځې وخت واخیست، چې اخر د ګل اغا شیرزي په مشرۍ یو بل پلاوی راغئ. ښاغلي شېرزي او پلاوي د هلمند د والي په شمول له ټولو نظامیانو، زما او څارنوال صیب سره بحث وکړ. هلته هم د شېرزي نظر منفي و او د ټولو په مخکې یې دا خبره وکړه، چې په دې وطن کې قانون نه عملي کیږي، ګذاره به مو کړې وه. دغه پلاوي چې ګل اغا شیرزي یې مشري کوله، یو په کې د زابل اوسنی والي حسیني صیب، د ولسمشر سلاکار محی الدین خان بلوچ او بل سلاکار حاجي اسدالله موجود وو. په دې پلاوي کې یوازې بلوڅ صیب پاکه او پر ځای خبره کوله. نورو ټولو یو طرفه او د خېمې والاو په ملاتړ خبرې کولې.
په دې کې حسیني صیب چې اوس د زابل والي دی، د والي صیب او ټولو نظامي مسوولینو په مخ کې و ویل، چې دا غصب خو په کابل کې هم ډېر وشو، دا امکان نه لري. ولسمشر د کابل بانک په موضوع څه وکړل؟ بېرته ورڅخه پاتې شوه. ولسمشر اشرف غني ګذاره نه کوي، ټول یې په وړاندې ولاړ دي او په دې برخه کې تر هغه کرزی لا ښه و.
د زون قومندان ښاغلي تره خېل صیب ورته و ویل، چې حسیني صیب داسې نه ده. د کابل بانک په موضوع کې څو کسان بندیان شول او ولسمشر اشرف غني ښه اراده لري.
ما هم ورغبرګه کړه، چې حسیني صیب ولسمشر د فساد او غصب په وړاندې قوي اراده لري، په دې برخه کې کرزي صیب اراده نه درلوده. خبرې پر همدې شکل وشوې. پلاوي خېمه ټوله کړه او ویې ویل، چې موضوع نوره پای ته رسېدلې ده، ښاغلي شېرزي د ټولنیزو چارو مرستیال روحاني صیب ته و ویل، چې مونږ ځو، ته امر صیب، همدرد او څارنوال صیب ټول ملمانه کړه. موضوع پای ته ورسېده.
روحاني صیب همداسې وکړل، چې سبا شپه ته، څارنوال صیب، امر صیب حفیظ الله خان، والي صیب او نظامي شورا زما ملمانه یاست. مونږ هم ورسره ومنله. کله چې د دویمې ورځې مازدیګر شو، والي صیب او روحاني صیب راته و ویل، چې دې خلکو اوس خبر راکړ، چې همدرد او څارنوال صیب باید ملمستیا ته را نه شي، کنه نو مونږ نه راځو.ما روحاني صیب ته و ویل، چې ته دې خلکو ته خپله ملمستیا ورکړه، پروا نه کوي مونږ نه راځو. فقط دې خلکو پښتو ماته کړه. کنه ما مخکې هم د ناستې ډېره علاقه نه درلوده، ځکه چې په ځان کې مې ملامتیا نه لیدله. شېرزی دوی چې کله کابل ته راغلل، ولسمشر ته یې برعکس را پور ورکړ او حتی په خپل راپور کې یې دا هم ویلي وو، چې همدرد د امر صیب حفیظ الله خان غاړې ته لنګوټه اچولې وه او په خپل دفتر کې یې کشاوه.
ما دلته ډېر افسوس وکړ، چې د یو هېواد وزیر، چې ځان ډېر فعاله او تکړه سړی هم بولي او هغه څوک چې د ولسمشر د سلاکارانو په توګه یوه ولایت ته د یوې موضوع د حل لپاره ځي او ولسمشر ته دومره غلط او برعکس راپورونه راوړي، نو د دې هېواد دې خدای چاره وکړي. تر اوسه لا یو شمېر قومي مشران تنظیمي او ناوړه اړیکې ساتي، چې دا د هېواد لپاره یوه ډېره خطر ناکه خبره ده.حاجي امر صیب حفیظ الله خان ته یوه خبره کوم، زه چې کشر وم، ما ستا نوم ډېر لوی او غټ سړی اورېدلی و. خو له بده مرغه ته ډېر کوچنی وې. زمونږ د وطن د نه جوړېدو یوه خبره همدا ده، چې په کوچنیو خلکو غټ حسابونه کوو. زه خو ستا یو وراره وم، صحي ده، د کاکا او وراره تر منځ یوه نیمه خبره راځي. بیا ستا داسې وراره چې هغه ټول عمر د غاصبینو او خاینینو پر ضد مبارزه کړې ده او د وطن جوړونې فکر ورسره و. دا خبره دا ثابتوي چې ستاسره د هېواد جوړولو فکر نه وه، بلکې ستاسره اقتدار خوښونه او شخصي ګټې وې. تا له یوه سپېڅلي نوم څخه غلطه استفاده وکړه، چې هغه قوم و. تا بارکزی او معززه قوم چې د جمال خان بارکزي غوندې شخصیتونه یې لرل، بدنامه دې کړ. زه په افغانستان او افغانیت باور لرم، مګر زه دې په قوم پالنه تورن کړم. بارکزی قوم زما ویاړ دی او زه زیات دوستان په کې لرم او زه به هېڅکله دې معزز قوم ته په بده سترګه ونه ګورم. تا د دې قوم له نامه څخه ناوړه ګټه واخیسته او یوه بله خبره هم کوم، چې ستا دا خېمه به د راتلونکو نسلونو لپاره د متل په ډول یو مثال وي او ټولو خواخوږو او پر وطن مینو ته وایم، چې الحمدالله د دې پروژې کار ۴۰ سلنه بشپړ شوی دی او په راتلونکو څو میاشتو کې به دا نړیوال سټوډیم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په پای کې ټولو لوستونکو ته په مسوولیت سره وایم، چې کومې خبرې مې کړې دي، هر ډول اسناد او شواهد چې غواړئ، په هر ځای کې ورته حاضر یم. په خدای تعالی قسم کوم، چې که مې په دې خبرو کې یوه زره مبالغه هم کړې وي. دا هر څه مې د دې لپاره ولیکل، چې مونږ خو د تاریخ لپاره ژوند کوو، زما مخالفینو زه په دې تورن کړی وم، چې همدرد د مشرانو احترام نه لري او په واقعیت وایم، چې مشرانو او علماو کرامو ته ډېر قدر ورکوم، ځکه چې دوی د قدر وړ خلک دي.