
په کرملین کې د داوود غرور
که اړينه وي، افغانستان به غریب پاتې شي، خو د تصميم نیونې صلاحیت به يې له ځان سره وي.. (داوود خان)
ليکوال: حسن شرق
ژباړن: خوشال درانی
داوود خان ماته (صمد غوث) او وحید عبدالله ته وویل: چې اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دی په خپله د شوروي اتحاد له مشر یعنې لیوند بريژنف سره یوه ځانګړې ناسته کې ترې وپوښتي، چې هغه تخریبي کړنې چې د شوروي اتحاد له خوا په افغانستان کې تر سره کېږي، هغه ستا په سلا کېږي (لیوندبريژنف) او که ستا په ناخبرۍ؟
داوود وویل، چې بريژنف ته به ووايي، چې هغه کارونه چې روسان یې په افغانستان کې کوي، له هغه شویو تړونونو سره هېڅ اړخ نه لګوي، کوم چې تاسو یې د مرستې او همکارۍ ژمنې راکړې وې.
بريژنف ته به په ډاګه ووايي، چې د روس د داسې کارونو څخه موخه څه ده؟
کله چې روسانو داوود خان ته د مسکو د تګ بلنه ورکړه، تر څو د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې د مسکو څخه لیدنه وکړي.
داوود خان دغه بلنه په ډېره خوښۍ سره ومنله، ترڅو روسانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، دغه سفر ۱۳ـ۱۵ اپریل پورې وو.
په کومه الوتکه کې چې موږ مسکو ته وړل کېدو، ولسمشر داوود خان وحید عبدالله ته لارښوونه وکړه، چې د مسکو دې لیدنې څخه علاوه دې د بريژنف سره د ځانګړې ناستې موکه هم برابره شي.
کله چې داوود خان او ورسره پلاوی مسکو ته ورسېدل، وحید عبدالله په ډېره بيړه د شوروي د رسمي چارواکو څخه وغوښتل، چې زموږ ولسمشر غواړي، چې ستاسې له ولسمشر سره په ځانګړې ناسته کې وګوري.
د خبرو لومړی پړاو د مازیګر نه وروسته د اپریل پر ۱۳مه د بريژنف، نیکولای پود ګورني،الکسي کاسيګین او د شوروي اتحاد چارواکو او د افغان له لوري په کرملین کې ترسره شوه.
ګوریلو چې د افغانستان په سفارت کې یې دنده ترسره کړې وه او په دري ژبه یې روانې خبرې کولې د دوی ترمنځ یې د ژباړن رول لوباوه.
کله چې خبرو اترو مېز ته کېناستو او خبرې شروع شوې، لومړی چې ماته یې ټکان راکړ، هغه د بريژنف ناسم روغتیايي حالت و.
بريژنف د هغه څخه ډېر ناروغ و، کومې خبرې چې موږ په کابل کې د مختلفو سرچینو څخه اوریدلې وې.
د بريژنف رنګ الوتی او مخ يې ټاپې ټاپې و. په سختۍ سره یې خبرې کولې او د خبرو په منځ کې یې خبرې پرې کېدلې. هغه چې کومې خبرې په لومړي سر کې پیل کړې، هغه له ما څخه اوس هېرې دي.
بې له شکه بريژنف د قوي درملو څخه په ګټه اخېستنه په دې توانیدلی وو، چې پر خپله دنده پاتې شي.
د بريژنف یو نږدې همکار، چې زما په څنګ کې ناست و، ماته په غوږ کې وویل، څه فکر کوې چې بريژنف به راتلونکي ناستې ته ژوندی وي؟
د دې خبرې خلاف، بريژنف تر بلې غونډې ژوندی پاتې شو، بلکې کلونه ژوندی پاتې شو او افغانستان یې یو کال وروسته هم په وینو ولمباوه هم ژوندی و.
وروسته د څو خبرو څخه چې بريژنف د افغانانو د خیر خبرې وکړې، داوود خان هم خپلې خبرې پیل کړې او د خبرو نوبت یې ونیو. داوود خان د شوروي اتحاد د مرستو چې افغانستان سره یې کړې وې او د اووه کلن پلان په پلي کولو کې له شوروي څخه مننه وکړه. هغه د شوروي اتحاد رهبرۍ غونډې ته وویل، چې د افغانستان او شوروي اتحاد د مرستو په دوه اړخیزو خبرو کې د دواړو هېوادونو د وزیرانو شورا ګانو سره دې په ګډه خبرې وشي.
داوود خان وویل: زه شخصاً غواړم چې د دې اړتیا پېښه شوې ده، چې کوم غاز د افغانستان نه شوروي اتحاد ته په ټیټه بیه روان دی په دې اړه دې هم بحث وشي او بیه دې لوړه شي او د افغانستان په اړیکو کې دې هم پراختیا راشي، چې موږ د پاکستان سره خپلې اړیکې پراخه کړو او د بل ګاونډي ایران او عربي هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې د پراختیا د راوستو په اړه لنډ وغږېده.
د افغانستان ولسمشر وویل، چې افغانستان د یوې نوې ټولنې په جوړولو کار کوي او دغه ټولنه به پرمختګ کوي، چې د دې ارمان ته د رسېدو له پاره افغانستان د خپلو دوستو هېوادونو سره د اړیکو په پراختیا او د هغوی څخه د بې بديل مرستود جلبولو په هڅه کې دی.
دواد خان هيله وښوده، چې افغانستان او شوروي اتحاد چې ښه ګاونډیتوب، مقابل احترام او یو د بل په کورنیو چاروکې د نه مداخلې ته ژمن دي او په دغه برخه کې دې لا پرمختګ وشي.
داوود خان په خپل موقف ټینګار وکړ، چې افغانستان به بې طرفه وي او هغه له هغه بې طرفه هېوادونو څخه هم وغوښتل چې خپله بې طرفي دې نه پرېږدي، ځکه دغه بې طرفي به په نړۍ کې سوله راولي.
داوود خان وویل، چې د کولمبو غونډه ماته د قناعت وړ وه، خو هغوی هم د خپلې دندې څخه سرغړونه وکړه او په خپلو منځو کې په جنجالونو اخته شول.
بې له شکه روسان پوه شول، چې د داوود خان اشاره د کیوبا هېواد ته ده، چې د بې طرفه هېوادونو څخه دی او روسان له کیوبا نه ملاتړ کوي.
پادګورني وویل، چې د شوروي اتحاد د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د جنوبي اسیا د هېوادو د اړیکو په ښه والي کې مرسته کوي او هرکلی یې کوي.
ګاسګین وویل، چې شوروي اتحاد د افغانستان سره د ګازو د تړون په نوي کولو او د بيې د لوړولو باندې پوه دی او هیله من یو، چې په راتلونکي کې به د افغانستان او شوروي اتحاد د اقتصادي کمېسیون له خوا په دې اړه غونډه وشي.
بريژنف یو دم لکه څوک چې له بې هوښۍ را پاڅي د دواود خانه څخه وپوښتل:
د ایران شاه د غټو وسلو اخېستل پیل کړي، ستا په نظر دا به څومره وي او په دې باره کې څه وايئ؟