په کابل کې د امريکا سفارت، په انټرکانټېننټال هوټل د بريد په اړه دوه ورځې وړاندې خبر وو

په کابل کې د امريکا سفارت، په انټرکانټېنېټال هوټل د بريد په اړه دوه ورځې وړاندې خبر وو

تېره شپه شاوخوا لس بجې، په کابل ښار کې په يو مهم دولتي هوټل وسله والو بريد وکړ، انټرکانټېنېټال هوټل: د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په دوره کې جوړ شوی، پنځه ستوريز هوټل دی او تر ډېری په کې بهرنيانان مېلمانه وي.
 
انټرکانټېنېنټال هوټل د کابل ښار په مرکزي او خوندي سيمه کې پروت دی. د هوټل له سړک څخه پيل بيا د هوټل د ودانۍ تر داخل پورې؛ د هوټل ساتونکي امنيتي کسان ټول وخت شتون لري او هوټل ته په دننه کېدو تلاشي اخېستل کيږي، چېرته او ولې ځې؟ دا، او داسې نور پوښتنې هم کيږي.
 
په هوټل تېره شپه بريد وشو، خو په کابل کې د امريکا سفارت دوه ورځې وړاندې خبر وو، چې په کابل ښار کې به په ځينو مهمو هوټلونو او دولتي ادارو د وسله والو له خوا ډليز بريد وشي.
 
د امريکا سفارت د جنورۍ په ۱۸ مه نېټه يوه خبرپاڼه خپره کړه او د احتمالي بريدونو خبر يې ورکړ، "مونږ خبر لرو چې سخت دريځه ډلې به په کابل کې په يو شمېر هوټلونو لکه، د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډکر سره نېږدې په باران هوټل او يا نور هوټلونو بريد وکړي. او يا ښايي دغه ډلې په دولتي ارګانونو، لاريونونو، راټولېدونو او يا هم په هغه ځايونو بريد وکړي، چې بهرنيان په کې شتون ولري."
 
امريکا سفارت دغه خبر پاڼه په خپل وېب سايټ خپره کړې وه او له خپلو وګړو يې غوښتي وو، چې محتاط اوسي او د اړتيا په وخت کې يې د همکارۍ لارښوونې ورته کړې وې.
 
د امريکا سفارت په خپله هبر پاڼه کې ويلي وو:
۱- چې په نېږدې وخت کې به سخت دريځه ډلې په کابل کې بريد وکړي.
- همداسې وشول، سخت دريځو ډلو تېره شپه په کابل کې بريد وکړ.
۲- د بريد موخه به هوټلونه او نور حکومتي ځايونه وي.
- د بريد موخه او هدف په کابل کې انټرکانټېنېننټال هوټل شو.
۳- سفارت د جنورۍ په ۱۸ خبرپاڼه خپره کړه.
- د جنورۍ په ۲۰ يعنې دوه ورځې وروسته بريد تر سره شو.

اوس که چېرې د امريکا د سفارت د خبرې پاڼې خپره شوي مالومات او د تېرې شپې بريد سره پرتله کړو، نو کابو ۸۰ سلنه د امريکا سفارت د بريد په اړه دقيق مالومات درلودل.

څه ډول د امريکا سفارت د بريد په اړه دومره دقيق مالومت وړاندې کړي، نو دا څرګنده ده، چې امريکايانو د خپلو استخباراتي ادارو او کسانو په مټ دغه مالومات تر لاس کړې دي.

مخکې له دې چې بريد تر سره شي، امريکايانو يې ۷۰ - ۸۰ سلنه اړوند ځانګړتياوې او مالومت وړاندې کړل، نو اوس امريکايانو ته دا پته هم شته چې:

- دغه مالومت دوی ته چا ورکړ؟
- هغه چا چې دوی ته دغه مالومات ورکړل، نو حتما له دوی سره اړيکه لري (بهرنی يا کورنی کس).
- دغه استخباراتي کس او يا ارګان، خبر وو چې د بريد پلان چا او چېرته جوړ کړ.
- دغه استخباراتي کس او يا ارګان، خبر وو چې په پلان کې د بريد اټکلي وخت کله دی.
- دغه استخباراتي کس او يا ارګان، خبرو چې بريدګر په کوم ځای کې سمبال شول او له کومو لارو کابل ته راځي؟

اوس پوښتنه دا ده،
- کله چې امريکا سفارت دومره دقيق مالومات ولري نو بيا ولې د بريد د مخنيوي هڅه نه کوي؟ او که چېرې د بريد د مخنيوي هڅه يې کړې وي، نو بيا ولې بريد ترسره شو؟

- که په اوسني وخت کې د دغه ډولونو بريد پر وړاندې مبارزه او مسووليت د افغان امنيتي ځواکونو وي، نو بيا ولې ورسره امريکا سفارت دغه مالومات شريک نه کړل؟ او که چېرې امريکا سفارت افغان استخباراتي ادارو سره دغه مالومات شريک کړې وي، نو بيا ولې افغان ځواکونه چې لا له وړاندې يې مالومات هم درلودل، د بريد په مخنيوي کې پاتې اغلل.

- که چېرې امريکا سفارت په رسمي ډول د بريد په اړه افغان استخباراتي ادارو ته خبر نه وي ورکړی، خو په رسنيو کې يې د بريد په اړه احتمالي مالومات خپره کړې وو، نو افغان استخباراتي ارګانونو دغه مالوماتو ته هم لاس رسی نه درلود؟

په منځني ډول، د حکومت استخباراتي او امنيتي ادارې، په لسو بريدونو کې یو بريد، مخکې له دې چې موخې ته ورسیږي له منځه وړي او په لسو نهه بريدونه موخو ته رسیږي.

یعنې ۹۰ سلنه استخباراتي ارګانونه په خپل ماموريت کې ناکام دی، د کابل ګرنېزون، ملي امنيت، پوليس، کابل ته په راغلو لويې لارو کې اردو، په پولو کې سرحدي ځواکونه، په خپله د ولتي او نور ودانيو کې ساتونکي او ګارډ..... ولې نشي کولی په چې سلو کې، لږ تر لږه د پنځوس سلنه بريدونو مخنيوی وکړي؟

غوښتنه او وړانديز:
ولسمشر، سياسي او مدني خوځښتونو او په لويه کې ولس ته:
کله چې نړيواله ټولنه او امريکا په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه استخباراتي ښه مالومات ولري، نو ولې يې افغان حکومت ته نه ورکوي او د احتمالي بريدونو پر وړاندې د مخنيوي هڅه نه کوي؟

او که بهرنيان او امريکايان په دغه برخه کې له افغان استخباراتي او امنيتي ارګانو سره همکاري کوي، نو بيا ولې امنيتي او استخباراتي ادارې تر ډېره پاتې راغلې دي؟
د جګړې رېښه دې پيدا شي.