
شپږ میاشتې مخکې هم د محاکمو حکم راغلی و او د عدلیې رییس پټ کړی و، ځکه ده هم هلته ځمکه درلوده او د ځمکې له دعوه لرونکو څخه یو دی هم دی. وروسته د امنیې قومندان، استناف رییس، ولایتي شورا رییسانو او ځینو نورو ملګرو دا و ویل، چې دې خلکو ته به د خبرو یو چانس ورکړو. په همدې مو فیصله وکړه. د عدلیې رییس و ویل، چې زمونږ مشران امر صیب حفیظ الله خان او حاجي صیب حق بین دي. ما هم داسې وکړل. سهار مې دغه دواړه مشران د خبرو لپاره را وغوښتل. په دې ناسته کې زه او په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیال ښاغلی روحاني، ښاغلی اتل او د استناف محکمې محترم رییس موجود وو. لومړی مو د مشرانو ډېر احترام وکړ او ما د استناف څارنوالۍ رییس ته دوی معرفي کړل او د امر صیب په اړه مې ورته داسې و ویل، چې امر صیب حفیظ الله خان زمونږ جهادي او قومي مشر او د هلمند ولایت پخوانی والي دی. د استناف څارنوالۍ رییس خپله څوکۍ، چې زما په څنګ کې وه، هغه ته پرېښوده او نوموړي ته یې و ویل، چې حاجي صیب پر دې څوکۍ کېنئ. وروسته مو مجلس مو پیل کړ.
لومړی روحاني صیب خبرې پیل کړې. وروسته ما ورته و ویل، چې امر صیب دا پیسې له هلمند ولایت څخه ځي. تاسو د دې پروژې مخالفت مه کوئ. هغه و ویل، تاسو دا قانون د سیمټي پر خلکو تطبیق کړئ، چې پر دولتي ځمکو پراته دي. ستا والي ها بل ځل له سل ټانکونو سره ولاړ. دا پروژه نه شئ پلې کولئ. د استناف څارنوالۍ رییس ورته و ویل، چې د هرات ولایتي شورا رییس شل زره خلک را و ایستل. قانون داسې نه دی. که چېرې مونږ د قانون پلي کول وغواړو، نو بیا د لاریونونو او ګواښونو پروا نه لرو. په دې وخت کې امر صیب حفیظ الله خان ماته و ویل، چې دا کوچنی هلک مو له کومه ځایه راوستئ او څارنوال صیب ته یې و ویل، ته کوچنی هلک یې، ږیره دې خرېیلې ده، ته نو په قانون څه پوهېږې. ستا خپل لمونځ زده نه دی.
څارنوال صیب په ځواب کې ورته و ویل، چې حاجي صیب زما ګناه دا وه، چې ما ستا عزت وکړ او تاته مې خپله څوکۍ پرېښوده او زما مسلکي پوهه تر تا ډېره ده.
امر صیب ورته ځواب ورکړ، چې مونږ روس ایستلی دی. تاسو کوچني هلکان یاست. که چېرې مونږ نه وئ، ستاسو نومونه به اوس خروس چوپ وئ. خبرې څه سره وواښتې. اخر یې و ویل، چې تاسو په دې بې دینه پولیسو، چې د لسو ډبرو طاقت نه لري، قانون پلی کوئ؟ ستاسو قانون خو د انګرېز دی.
ما ورته و ویل، چې تاسو یې نه منئ، سبا به یې و وینئ، چې زمونږ پولیس هره ورځ د دې وطن او قانون لپاره سرونه قرباني کوي. نو تاسو به د قانون زور و وینئ، چې د پولیسو دینداري او بې دیني در ته ښکاره کړم. زما د دې خبرو سره د استناف رییس هم د لوی څارنوال د قانون د قاطعیت خبره وکړه. امر صیب په اخر کې لوی څارنول ته رد او بد و ویل، مجلس بې پایلې پاتې شو او په غالمغال سره پای ته ورسېد. نوموړي هڅه کوله، چې د استناف څارنوالۍ رییس ته لاس ور واچوي. څارنوال ماته و ویل، چې نور بس دی، ماته نو هېڅ حیثیت پاتې نه شو. زه به ده ته خپل قانون ور وښیم او بندي به یې کړم.
ما په ځواب کې ورته وویل، چې دا کار مه کوئ! دی سپین ږیری دی، فشار او شوګر یې لوړ دی او د زړه تکلیف هم لري، پروا نه کوي مریض دی. یوه خبره به د حاجي صیب حق بین په اړه وکړم، چې هغه په واقعیت د یوه مشر او سپین ږیري رول ولوباوه، ښې خبرې یې وکړې او د مخالفت هېڅ خبره یې هم نه ده کړې او مونږ مننه هم ترې کوو.
ما زیاته کړه، چې سبا ساحې ته ځو او د کار پیلوو. سهار مو همداسې وکړل. په نظامیانو کې د ملي امنیت لومړی مرستیال میر حمزه خدمتګار، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مرستیال، د ولایتي شورا رییس، د ولایتي شورا غړي بشیر احمد شاکر، عبادالله علیزی، حیات الله مایار، ښاروال، د ښارجوړونې رییس، د ځمکوالي چارو رییس او د بېلا بېلو مطبوعاتو استازي، د ساختماني شرکت رییس او کار کوونکي د کار د پیل لپاره ولاړو. د ملي امنیت بهادرو سرتېرو او زمونږ دینداره پولیسو ساحه ټوله تر خپل کنټرول لاندې را وستې وه او مونږ ته یې د کار د پیل او د هر ډول امنیت ډاډ راکړ.
لومړی انجنیرانو پر ځمکه باندې د سکیچ د عملي کولو ساحه معلومه کړه او وروسته مو پټۍ پرې کړه او د پیل لپاره یې ما په خپل لاس لومړۍ خښته کېښوده. وروسته بیا نورو مسوولینو خښتې کېښودې او دعا مو وکړه. امنیتي مسوولینو هلته د پروژې په ساحه کې څه نظامیان ځای پر ځای کړل او ماته یې د بشپړ امینت ډاډ راکړ. زه له ساحې څخه کور ته لاړم، ځکه چې رسمیات پای ته رسېدلي وو. وروسته څارنوال صیب راته ټیلفون وکړ، چې ما خو امر صیب حفیظ الله خان بندي کړ، ته په دې کې څه مه وایه، زما له زړه څخه نه وځي، چې زمونږ هغو سرتېرو ته یې بې دینه و ویل، چې هره ورځ زمونږ د امنیت لپاره سرونه قرباني کوي او د هېواد لوی څارنوال صیب ته یې هم رد بد و ویل، زه به تر خپل حق ورتېر شوی وئ، په دې سره به یوازې زما دنده مطرح وي، زه یې بښلی نه شم، ځکه چې ټوله شپه مې خوب نه دی کړی. زه به سبا پر بې واسطو او مظلومو باندې دا قانون څنګه تطبیق کړم، چې زورور خلاص وي او غریب له مجبوریت څخه پر دوه بیسوې کور جوړ کړی وي او زه پرې قانون تطبیق کړم. زما لپاره د قانون حاکمیت ارزښت لري. کومې خبرې چې ده کړې دي، که په قانون کې جواز لري، نو ته و وایه.
وروسته روحاني صیب، اتل صیب او نور مشران راغلل او ویې ویل، چې امر صیب سپین ږیری سړی دی، پروا نه کوي، زمونږ لپاره یې خوشی کړئ. په دې راغلو خلکو کې یوه و ویل، چې څارنوال خو د بل ولایت سړی دی، چې تاسو ورسره ملګري نه شئ، مونږ به یې پر کور ور ننه وځو، هغه نو څه کاره دی؟