
دا موضوع زما په ماموریت کې ډېره جالبه موضوع ده. دې موضوع ډېر کش واخیست. حتی په مرکز او ډېرو ولایتونو کې بحث پرې وشو. د دې موضوع راز ډېر په دې کې و، چې د غاصبینو او غلو لپاره چې زه یې مخکې هم هلمند ته راشم، نه یې شوئ زغملئ. په پلمې پسې ګرځېدل. د حفیظ الله خان یوه ورځ زنداني کېدل د دوی لنګه غوا شوه. دا غوا چې لنګه شوه، ټولو ولوشله. اخر د حفیظ الله خان څخه هم لار ورکه شوه او خپله به یې په ډاګه ویل، چې د خیمې واک له ماسره نه دی. دې خېمې دومره کش واخیست، چې د سرخط ورځپاڼې د سرخط لپاره سور خط و. په دې موضوع یې تر (د هلمند د احتجاج تود تنور) سرلیک لاندې مقاله ولیکله.
په دې موضوع کې یې د هرڅه په اړه پوره وضاحت ورکړی و او له کابله تر هلمنده پورې یې ټوله مافیا تشریح کړه. د سرخط د مسوول په وینا، چې د مافیا له لوري په ټیلفون کې ورته رد بد ویل شوي وو. د دې ورځپاڼې مسوول د رسنیو په ډګر کې مخکې هم د هېواد ملي مسایلو ته کار کړی دی. هغه وخت چې زه په هلمند کې وم، سید شاه سقیم په ټیلفون کې راسره خبرې وکړې او راته یې و ویل، چې نه سره پېژنو او نه کومه تمه درته لرم. په دې باور لرم، چې ستا مبارزه په حق ده او دا هېواد د مافیا، غاصبینو او جنګ سلارانو څخه رنځ وړي او په دې مبارزه کې زه هم درسره یم.
یو خو زه هم داسې یم، څوک چې د دې هېواد ملي ګټې او د وطن د ورانۍ لپاره کار کوي، نه مې خوله دریږي او نه مې لاس په ارامه وي او ټولو ته په ښکاره او ډانګ پېیلې خبرې کوم. نه پوهېږم چې دا به زما ښه عادت وي او که بد؟ دا عادت مې داسې دی، چې په سیاست کې مې ډېره ډيپلوماسي نه خوښیږي. زه همېشه د ځان لپاره یوه کرښه ټاکم او بیا د هغه هدف لپاره کار کوم. ځکه چې له تاریخي پېغوره وېرېږم. داسې نه چې سبا را باندې ولس د یوه معامله کوونکي کس په توګه فیصله وکړي. نه غواړم، چې دلته ډېرې خبرې وکړم. یوازې د دې موضوع په اړه اصلي حقیقت را برسېره کول غواړم.
په هلمند کې د کرېکټ لوبغالي لپاره ۳۶ ملیونه افغانۍ ځانګړې شوې. د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات په هلو ځلو د کرېکټ ملي لوبډله هلمند ته را وستل شوه او له هغوی سره یې د کرېکټ د لوبغالي لپاره د ځمکې وعده وکړه. د دې پروژې لپاره له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت له خوا ۳۶ ملیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې. د هلمند والي ښاغلي حیات غوښتل، چې د دې لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړي. ساحې ته لاړ او ځمکه یې وکتله. دا ځمکه د لښکرګاه ښار د جنوب خوا ته د کوچني کارېز په سیمه کې ۵۳۵ جرېبه ځمکه وه، چې په دې کې ۲۲۰ جرېبه سپینه پاتې وه او نوره لویې څلور دېوالۍ د غاصیبونو له خوا را ګرځېدلې وې. په دې ساحه کې د سولر برښنا بله پروژه هم موجوده وه. کله چې د هلمند والي د کار د پیل خبره وکړه، د خېمې خلکو یې مخالفت وکړ، چې په هغو کې د اسدالله په نامه یو کس هم و، چې د دې موضوع دعوه یې کوله او ویل یې، چې دا ځمکه زمونږ ده.
خو د هلمند والي د اسدالله نامي او ډلې سره یې تر دولس ځله پورې ناستې وکړې، مګر هېڅ پایله یې نه درلوده او په پرېکنده ډول به یې دا ویل، چې هېڅکله به د کار اجازه درنه کړو او ولایتي اداره به یې چلنجوله. دا داسې وخت دی، چې د پروژې د کار له پیل څخه دوه میاشتې تېرې شوې وې. اسدالله نامی یو کال مخکې د محکمې عارض شوی و، چې ګواکي دا ځمکه زما ده. په دې ورځو کې د لویې څارنوالۍ له لوري وروستی حکم راغئ، چې دا ځمکه په مطلق ډول دولتي ده. په دې وخت کې والي ښاغلی حیات کابل ته راغئ او ما د هلمند ولایت د سرپرستۍ چارې په غاړه واخیستې او ښاغلي حیات له کابل نه را ته ټیلفون وکړ، چې د دې ځمکې په اړه د محاکمو نهایي فیصله راغلې ده، ما اوس په ټیلفون کې د هلمند د محاکمو له رییس سره خبرې وکړې. اوس تاته د محاکمو حکم در وړي. ته سباته د ولایت په ټولنیزو چارو کې مرستیال بسم الله روحاني، د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل، امنیه قوماندان، ښاروال، د استناف، ملي امنیت، ښار جوړونې، عدلیې او د ځمکوالي چارو رييسان را وغواړه او د ځمکې په اړه فیصله وکړئ او د محاکمو حکم تطبیق کړئ. ما هم داسې وکړل. په دې ناسته کې ټول موجود وو. یوازې د ملي امنیت رییس جنرال صیب یاسین خان په کابل کې و. په دې جلسه کې د نوموړي پر ځای د ملي امنیت لومړي معاون میر حمزه خدمتګار برخه واخیسته. دا جلسه زما په دفتر کې ترسره شوه او پر دې مو بحث وکړ، چې د کرېکټ لوبغالي لپاره چې کومې پیسې منظور شوې دي، د وزارت له خوا د هلمند ولایتي ادارې ته یوه اونۍ وخت ورکړی دی، کنه نو یادې پیسې به بل ولایت ته ولاړې شي.
په دې مجلس کې د استناف رییس د محاکمو د حکم د تطبیق خبره وکړه. ما او ټول مجلس تایید کړه، چې باید د پروژې چارې پيل شي، چې په دې وخت کې د هلمند امنیه قوماندان او د ملي امنیت معاون و ویل، چې مونږ خو عسکر خلک یو، ستاسو امر دی او زمونږ اجرائات. د عدلیې رییس حاجي طیب و ویل، چې د دې کار اجازه چاته نه ورکوو، په دې سره به لاریونونه وشي او خلک به را ووځي. ما ورته و ویل، چې زمونږ لپاره د قانون تطبیق مهم دی. ساحې ته ځم او دا کار کوم. که چا ټک را باندې وکړ، ټک پرې کوم او که څوک د کار مخه نیسي، زندان ته یې اچوم.