
د امريکا متحدو ايالتونو د پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د روسيې اړېکې بې خونده وې او همدا ډول د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې، روسيې د هېلر کلنټن پر ځای علاقه، مينه او هڅې د دونالډ ټرمپ لپاره کولې.
پوتين په دې فکر کې وو، چې د ټرمپ په بريا سره به روسيه او امريکا دوه نېږدې ملګري هېوادونه شي، داسې دوه ملګرې چې تر ډېره به د روسيې ملي ګټې په کې خوندي وي او د کلنو دښمني به په يو بل نوی او دوستانه پړاو کې په سياسي ملګرتيا بدله کړي.
کله چې د تمې خلاف د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان شوې او دونالډ ټرمپ په کې ولسمشر شو، نو د امريکايي وګړو غوندې مسکو هم د نوموړي بريا ولمانځله. له عامو خلکو نېولي بيا تر پارلمان او سياسي دفترنو، د ټرمپ د بريا په پار شراب وڅښل شول او خوښي اظهار شوه.
د ټرمپ د ټاکنيز کمپاين شعارونو روسيې ته پوره هيله ورکړې وه او تر وسې يې هڅه کوله چې ټرمپ د امريکا د ولسمشرۍ په چوکۍ کېني.
ټرمپ د خپل ټاکنيز کمپاين په وخت کې ويل، چې په سوريه کې به له روسيه سره په کډه کار او همکاري وکړي، په سوريه کې؛ روسيه د بشر الاسد د رژيم ملاتړي او امريکا يې خلاف ده.
ټرمپ همدا ډول د روسيې د سړې جګړې په وخت کې په پېښو مرګ - ژوبلو په اړه خواشيني څرګنده کړه او هغه يې غندلې، ټرمپ د ناټو له ځينو پالېسيو سره هم په خلاف کې وو او همدارنګه يې په اروپا کې د امريکا متحدو ايالتونو له پياوړي پوځي شتون سره مخالفت درلود.
ټرمپ همدا ډول ژمنه کړې وه، چې د اوکراين پر سره هغه بنديزونه چې په روسيې لېږدلې دي، کم او اسانه کړي او د همدا ډول يې د کريميا په مساله کې د روسيې په زړه خبرې کولې.
دا هرڅه د روسيې د زړه خبرې وې، مسکو هيلې پيدا کړې چې د نړۍ له يوې غښتلې هيواد سره به د ملګرتيا يو داسې تار جوړ کړي، چې خپل له لاس ورکړی قوت تر لاسه او په نړۍ به يو ځل بيا واکمني پیل کړي.
په همدې پار روسيې تر وسې هڅه وکړه، چې د امريکا په ټاکنو داسې لاسوهنه وکړي، چې د دونالد ټرمپ د بريا چانس شونی کړي.
د امريکا متحدو ايالتونو په ولسمشريزو ټاکنو کې روسيه په لاسوهنو تورنه شوه او وويل شول، چې په سايبري بريدونو يې د ټاکنو پايلې د ټرمپ په ګټه اغېزمنې کړې، خو روسيې او په خپله ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې په وار - وار رد کړې.
واک ته د ټرمپ له رسېدو وروسته د روسيې هيلې او تمې:
په هغه ايډيالېسټيک ليدلوري کې، چې پوتين: ټرمپ د ټاکنو په جريان او واک ته له رسېدو وړاندې په کې کې لېدلو، نو ټرمپ ډېر خواږه او په زړه پورې وو، خو چې کله ټرمپ واک تر لاسه کړ؛ اونۍ، مياشتې او کلونه تېر شول، نو د پوټین په ذائقه د ټرمپ خوند تورش او تريخ حس او څرګند شو. مسکو هم له ايډيالېزم رابهر او په ريالېسټيک لېدلورو کې د ټرمپ په ننداره شو.
ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټول ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنو د څېړونو امر وکړ. په روسيه باندې د امريکا د متحدو ايالتونو پخواني بنديزونه لاپسې سخت، ټينګ او ترخه شول، د کرملين ماڼۍ د ټرمپ په نا اشنا او د تمې پر خلاف کړنو نهيلې شوه او د ټرمپ ريښتنی خوند يې وڅکولو.
ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو له مسکو سره د واشنګټن په کډ کار کولو داسې شرطونه اېښودل چې مسکو يې د ټرمپ په اړه د نهيلۍ کند ته ټيل وهلو.
امريکايي چارواکو په خپلو ورستيو څرګندونو کې، په افغانستان کې د روسيې له لاس وهنو سر ټکولی او په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د روسيې په منځګړېتوب بې باوري ښودلي.
امريکا په روسيې يې نېوکه کوي، چې په خپلو ګاونډيو هېوادونو يې، د وېټو داسې قوانين وضع کړي، چې له دغه هېوادونو څخه يې د امنيتي، اقتصادي او ډېپلوماټيکو پرېکړو واک اخېستی دی.
اوس مسکو په سپینو شرابو د ولسمشر ټرمپ د بريا کلېزې نه لمانځي، اوس پوتين د ټرمپ تروش او تريخ خوند وڅکلو.