جمعيت پر خپل ځان عريضه کوي او خپلو پښو ته دام جوړوي

په هېواد کې د نورو سياسي ګوندونو ترڅنګ اسلامي جمعيت ګوند هم، د غېرې قانوني وسلې، غصب شوې ځمکو، بې قانونه ټاکنو، د بيت المال په پيسو او د خپل سرې واک په درلودو سره، يو له مهمو، ځواکمنو او غښتلې ګوندونو څخه دی.
 
دغه ګوند د ۱۳۵۷ کلنو له حکومتونو سره د جهاد په نوم جګړه کې يې، خپلې رېښې ټېنګې او پښې يې پر ځمکه ښخې کړې.

د طالبانو په وخت ځکمه پرې تنګه شوه، په جګړه بخت وو، خو د واک - ځواک دومره مينه يې درلودله چې په کانتېنرونو کې کې وزارتونوه جوړل کړل، او د تش په نوم پاچاهۍ ادعا يې کوله. د طالبانو له سقوط وروسته ورته په تاريخي لحاظ ترټولو ښه چانس په لاس ورغی، هم يې واک - ځواک واخېست او هم يې دا وياړ درلود، چې د هغه چا پر وړاندې چې امريکا نن جګړه کوي، مونږ پنځه کال پخوا پيل کړې وه.
 
له ۲۰۱۴ را وروسته يې، په يو بل ډول د واک اخېستنې چارې پيل کړې دي.
هم ځان اپوزېسيون يادوي، هم د حکومت برخه ده، هم ولس دی
هم حکومت ته د بهرنيانو کوډګی وايي، هم له بهرنيانو مرسته او پيسې اخلي
هم د اساسي قانون په رڼا کې واک غواړي، هم اساسي قانون نه مني او تعديل يې غواړي
هم د ملي يووالي چيغې وهي او هم يوازې تاجک او جمعيتي ته واک او ځواک غواړي
هم له حکومت سره په خپلو ستونزو کې د بهرنيانو لاسوهنه غندي او هم د امريکايانو څرګندونې ستايي
هم وايي چې نړيوال دې زمونږ غږ وواري او هم په حکومتي مسووليت نړيوالې غونډې پرېږدي.........

له حکومت څخه يې له شرطونو يو شرط دا دی، چې جمعيت دې په حکومت ښه پوره ونډه ورکړل شي، خو حکومت د بلخ لپاره جمعيتی والي انجنير داود ورته معرفي کړ او هغه نه مني.

عطا او جمعيت وايي چې د ملي يووالي حکومت غېرې مشروع دی، بیا له غېرې مشروع حکومت څخه غوښتنې او شرطونه لري، حکومت مشرعيت او نه مشروعيت په خپلو غوښتنو کې ورکوي.

حکومت يې عطا نه مني؛ دوی د عطا په شمول ورته دولس هغه شرطونه بيا مخې ته کوي، چې يوځل يې د ملي يووالي حکومت په منځ ته راتګ کې پيل کړې وو او بيا عطا د ولسمشر سره دسياسي واک د وېش په وخت کې وړاندې کړل.

وايي چې له نيم ډېر پارلمان زمونږ په ملاتړ او زمونږ خلک دي، بلې خوا وايي چې پارلمان غېرې قانوني دي او وخت پوره دی، پرېکړې يې د باور او مشروعيت وړ نه دي.

د حکومت په واک کې پر وړاندې جګړې ته تيار دي، خو د ملي امنيتي ځواکونو څخه د جوړې شويو پنځو قول اردو ګانو څخه هم ويره نه لري، خو په خپلو خبرو کې د ملي امنيتي ځواکون څخه ملاتړ کوي.

او ورسته کړنه يې دا چې، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د هئيت په راتګ سره، عطا ويل چې دوی او نړيواله ټولنه دې زمونږ غږ واوري، حکومت فساد کوي، حکومت قومي تعصب کوي او حکومت واک انحصاري کړی دی.

ياد پلاوی افغانستان ته له راتګ وروسته په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ناسته لري، افغانستان د ملګرو ملتونو د يو غړې هېواد په توګه بايد په ياده ناسته کې برخه واخلي او مهمه يې دا چې، ياد پلاوي د افغاسنتان ستونزې او ناخوالې له ځان سره اخېستي ترڅو په عمومي ناسته کې پرې خبرې وکړي.

خو جمعيت، مهم کليدي وزارت (د بهرنيو چارو وزارت) هم په خپل انحصار کې نېولی او همدارنګه په نړيواله کچه يې کارونه د افغانانو لپاره د شرم وړ دي.

د ياد وزارت سرپرست صلاح الدين رباني نيويارک ته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې خپل سفر په دې موخه لغوه کړ، چې د عطا او جمعيت پر سر له حکومت شوکه وکړي، حکومت وګواښي او په کور دننه د حکومت پرمختيايي او رغنيزو پروژو ته خنډ او ځنډ جوړ کړي.

د جمعيت ګوند په پار بهرني حکومتي سفرونه لغوه کول، د جمعيت د ګټو په خاطر په اساسي قانون کې تعديل، د جمعيت د ګټو په موخه بل افغان له دندې لېرې کول او جمعيتي پرې کېنول، د جمعيت د ګټو لپاره د ملي امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه او مېلشه جوړل، دا؛ او لسګونه داسې نور هغه څه دي، چې جمعيت په لوی لاس خپل ځان شرموي، په ډېرې سپين سترګی د نور په سترګو کې خاورې اچوي او د واک په نشه د نړيوالو او کورنيو قوانينو سره په ټکر کې بغاوت کوي.
 
که جمعيتيان په يادو کارونو سره خپلو خلکو ته ځان نېږدې کوي او ياد د خپل زور نمايش کوي، خو په حقيقت کې دا هرڅه په راتلونکې د دوی د پښو دام دی.

ملت به يې له بغاوت ستړی، د کواښونو پر وړاندې بې پروا، د قانون ماتونې په اړه خبر او د شر په موخو به يې پوهه شي، نو پايله بيا دا وي، ځان په سياسي انزوا ته ورکړي او باور به يې لاسه ورکړی وي.