روهي (پنځه نۍ/۲۸ د مرغومي)، د سي اي اِس يا (Consumer Electronics Show (CES بريښنايي شرکت د لومړی ځل لپاره د (هشمي) په نوم داسې يو بريښنايي نقاب يا ماسک جوړ کړ، چې هر کله يو څوګ له ګڼې ګوڼې څخه په ډک ځای کې، په موبايل باندې خپلې شخصي او پټې خبرې کوي، نو پرته له مطلوب کس څخه بل څوګ به يې نه اوري.
دغه بريښنايي آله په داسې ډول جوړه شوې ده، چې غوږکۍ په غوږونو کې اچول کيږي او د ماسک په دننه کې کوچني مېکرفون لګېدلی دی، چې خولې ته نېول کيږي. هر کله چې يو څوګ په ښار، دفتر او يا له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو نورو ځايونو کې په موبايل باندې مهمې، پټې او شخصي خبرې کوي، نو پرته له هغه کس چې خبرې ورسره کيږي، نور چاپيره خلک به نشي کولی، ترڅو د خبرې کوونکي غږ وپېژني او يا هم مفهم ترې واخلي.
د نوموړي شرکت له مسوولينو څخه پوښتنه وشوه، چې اړتيا څه وه ترڅو تاسو داسې يوه آله جوړه کړه؟ دوی وايي، "کله چې مونږ او تاسې په دفتر، ښاري بس موټر، د لوبو په دګر او په نور هغه ځايونو کې وو، چې ډېر اضافي غږونه وي او ويره ولرو چې که د خپل کار له ملګري، مور او يا ښځې سره پټې خبرې وکړو، نو غږ به واورېدل شي، دغه ماسک يادې ستونزې له منځه وړي."
د سي.اي.اِس شرکت مسوولينو وايي، چې دېری ځلې په دې خاطر چې خپلې خبرې پټې وساتو نو د نور خلکو پر وړاندې راغلی زنګ بندوو، خو د ياد ماسک په اغوستلو اړتيا نشته چې د خپلو شخصي خبرو لپاره، پخلنځي، خالي کوټې او يا بهر لاړ شو او يا هم د نور خلکو د مزاحمت په اساس زنګ بند کړو.
وروستي