د نور یو بل نوی خبرداری!

له بلخ ولایت څخه لرې کړای شوي والي عطا محمد نور د خپلو خبرداریو په درشل کې تازه یو بل خبر داری حکومت ته ورکړی دی. 
 
د راپورونه له مخې، د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ د بلخ سیمه ییز حکومت یا د عطامحمد نور د لرې کولو پر سر خبرې درېدلې دي.
 
د اسلامي جمعیت اجرائیه رییس تیره ورځ(مرغومي۲۷مه) په یو غونډه کې وویل، چې که د حکومت او د دوی د ګوند ترمنځ روان خبرې یوه معلومه پایله ونه لري نو د هغه په خبره، چې د هېوا په کچه به مدني حرکتونه پیل کړي.
 
عطامحمد یو وار بیا د ملي یووالي حکومت پر مشرانو سخته نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د حکومت چارواکي "د امنیت د تأمینولو، د داعش نفوذ د مخنیوي، او د ادارې فساد پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلي دي."
 
ښاغلي نور په خپلو خبرو کې وویل، چې دی د سیاسي او ټولنیز عدالت او د افغانستان وګړو د حقوقو ساتلو په هڅه کې دی.
 
بل خوا د ارګ یوې خبرپاڼې له مخې ویل شوي و، چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال ښاغلي مایک پنس د تیرې سې شنبې په شپه له ولسمشر غني سره د ټیلیفوني خبرو په لړ کې د نور پر مسئلې هم خبرې کړې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت او عطامحمد نور د سیاسي کړکېچ په اړه څه موده وړاندې اسلامي جمعیت او حکومت ځینو استازو مذاکرات وکړل.
 
د ورکړل شویو راپورونو پر اساس یاد ګوند حکومت ته یو غوښتنلیک ورکړی، چې تر اوسه پورې حکومت غور نه دی کړی.
 
د سیاسي شنونکو په اند چې د دغه ګوند غوښتنې له اسلوبو لوړې دي او حکومت هغو غوښتنو ته باید منفي ځواب ووايي.
 
بل خوا انديښنه موجوده ده، چې که احیایاً حکومت د اسلامي جمعیت ګوند یادو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، نو په هېواد کې به د سیاسي احزابو ترمنځ یو بل شورش پیل شي، چې نور ګوندونه به هم د خپلو ګټو تأمین لپاره، حکومت ته یو لړ وړاندیزونه ولري.
 
اسلامي جمعیت ګوند له مهمو وړاندیزو یو هم دا و، چې  د ملي یووالي حکومت تر پایه به د بلخ والی په توګه د دغه ګوند اجرائیه رییس پاتې کېږي.
 
په داسې حال کې، چې حکومت د عطامحمد نور استعفا میاشت وړاندې منظور کړې او بلخ ولایت ته یې د والي په توګه انجنیر داوود په نوم یو بل څوک ور پېژندلی دي.
 
نوموړي هم وخت نا وخت له حکومت غوښتنه کړې، چې ده ته امر ورکړی، ترڅو د بلخ والي په توګه خپله نوې دنده پیل کړي. په داسې حال چې ښاغلي داوود تیره ورځ بلخ ته خپل لومړنی سفر هم کړی دی.