پاکستاني عالمان، له اسلامه ناخبره که د بېل اسلام پیروان دي؟

په داسې حال کې چې افغانستان هره ورځ د روانې پردۍ جګړې له امله هره ورځ په لسګونو قربانيان ورکوي؛ پاکستاني عالمانو په پاکستان کې جګړه ناروا او ظاهراً په افغانستان کې روا بللې ده. تېره ورځ په پاکستان کې شاوخوا ۱۸۰۰ "دیني عالمانو" په یوې فتوا کې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل. په فتوا کې د " افغان طالبانو د پلار" مولانا سمیع الحق د زوی حمید الحق او د بلي افراطي ډلې اهل السنه والجماعه د مشر محمد احمد لودهیاني لاسلیکونه هم شته دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې له کلونو راهېسې د پاکستان زيږول شوي ترهګر ځانمرګي بریدونه کوي او خپله جګړه هم سپېڅلې بولي. خو پاکستاني عالمانو په خپلې خاورې کې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل.

دا لومړی ځل نه دی چې د آی ايس آی په پيسو چلېدونکي پاکستاني ملايان په افغانستان کې جګړه روا او په پاکستان کې ناروا بولي؛ بلکې له دې وړاندې هم د پاکستان بېلابېلو دیني عالمانو په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکړې دي. د پاکستان د جمعيت العلماي اسلام ډلې مشر مولانافضل الرحمن، د جماعت اسلامي ایالتي حزب رییس پروفیسور ابراهیم، مولانا سميع الحق او نورو شيطاني ملايانو په وار وار په افغانستان کې جګړه روا او په پاکستان کې ناروا او حرامه بللې ده.

د پاکستاني عالمانو وروستی عمل د دې مانا ورکوي چې يا خو دغه عالمان په ښکاره له اسلام دين سره مخالفت کوي او يا هم دوی د بېل اسلام پيروان دي. يا د آی ايس آی د ګټو لپاره د اسلام قرباني ورکوي او اسلام يواځې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو وسيلې په توګه کاروي يا پاکستان ځان ته بېل اسلام جوړ کړی دی. ځکه که خبره د اسماني سپيڅلې اسلام مبارک دين وي نو د اسلام دين ستر لارښود جناب رسول اکرم ص خو فرمايې چې « عَنْ أَبِي حَمْزَةَ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ (رض) خَادِمِ رَسُولِ اللَّهِ (صلی الله علیه وسلم) عَنْ النَّبِيِّ (صلی الله علیه وسلم) قَالَ: “لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ”. رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ». یعنې هغه څه چې د ځان لپاره نه خوښۍ نو د نورو لپاره يې هم مه خوښوۍ يا هغه څه چې په ځان مو پيرزو نه دي نو په نورو يې هم مه پيرزو کوئ.

دلته پاکستاني دينې عالمان په ښکاره د نبي کريم له دې مبارک حديث سره مخالفت کړی او دين يې د خپلو شومو موخو او د آی ايس آی د ګټو لپاره قرباني کړی دی. اوس چې په پاکستان د امریکا د فشارونو زور راغی نو له دولتي چارواکو يې نيولی آن تر ديني عالمانو پورې ټولو يې خپلو ملي ګټو ته ارزښت ورکړ او آن د دين قربانۍ ته تيار شول. خو افسوس بيا زمونږ په ديني عالمانو او د علماو په شورا دی چې خوري او څکي د افغانستان له دولت څخه خو د ولس د قسم خوړلي دښمن په مقابل کې يوه فتوا نه شي صادرولی. فتوا صادرول خو پرځای پريږده آن په ځينو ځايونو کې د وطن او د خاورې د ساتونکي او د ملي اردو د سرتيري له جنازې کولو هم انکار کوي.

دا به ومنو چې پاکستاني عالمان خو هسې هم د پيسو، شهوت او د خپل هيواد د ملي ګټو په مقابل کې تل اسلام قرباني کړی دی او په هغه څه يې عمل کړی چې د آی ايس آی لخوا ورته امر شوی وي. خو راځو د افغانستان عالمانو ته چې دوی ولې خولو ته سنګين قفلونه اچولي دي.

افغانستان هغه هيواد دی چې لسيزي کيږي چې جګړه ترې قرباني اخلي او تردې ډېر دردونکې لا دا چې دغه ناولې او د پرديو د ګټو جګړه دلته سپېڅلې بلل کيږي. ولې د افغانستان ديني عالمان د فتوا ورکولو وړتيا نه لري او که په مسجد، منبر، قرآن، زيارت، پټکي او تکيه خانه کې خونړي بريدونه ورته د کفارو په سنګرونه بريدونه ښکاري؟

بله ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د شته مذاهبو سني او شيعه عالمانو تر منځ هم په اوړو کې شګه شتون لري. کله چې د سنيانو پر مسجد او خلکو بريد وشي؛ شيعه عالم چوپ پاتې وي او کله چې په تکيه خانو بريدونه کيږي نو سني يې فقط سيل کوي او بس. زمونږ د ولس بدبختي دا ده چې د پپغمبرانو وارثان (دیني عالمان) مو هم په خپل منځ کې سره جوړ نه دي. نو کله چې عالمان په خپل منځونو کې سره جوړ نه وي نو بيا د ملي ګټو به څه پروا وکړي؟