پاکستان کې ځانمرګي بریدونه ولې حرام وبلل شول؟

تېره ورځ د پاکستان شاوخوا دوه زره دیني علماوو پاکستان کې ځانمرکي بریدونه حرام وبلل. په دې ګام سره پاکستان یوه نوې پیچلې لوبه پیل کړه. پاکستان همیشه د اسلام له مقدس نامه څخه استفاده کړې ده. دوی د روس په جګړه کې هم ځان ښه چاغ کړ. پاکستان یو جعلی رامنځته شوی هېواد دی. په هیڅ ډول ارزښتونو ولاړ نه دی او په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د توربت او پنجګور په سیمو کې یې کعبه جوړه کړه. دوی داسلام د دین تمثیل کوي؛ خو د دې برعکس یې همیشه داسلام ضد کړنې تر سره کړې دي.

تاسو که پنجاب ته ولاړ شئ، په سلو کې اتیا سلنه د لمانځه او جومات پابنده ندي. مسجدونه یې جوړ کړي؛ خو د سجدې کسان به په کې د ګوتو په شمار وي. په روژه کې په ډاګه روژې خوري او ښکاره غرمني رسټورانټونه پرانیستي وي. دفحشا ښکاره او رسمي مرکزونه لري. دا جعلي ملک نه په ولسواکۍ باور لري، نه هم په نړیوالو انساني ارزښتونو. په خپل هېواد کې یوازې پنجابیان ارزښتونو ته ژمن دي. سیندي، بلوچ او پښتون قامونه د خپلو اساسي حقونو څخه محروم او محکوم دي. بیا هم پاکستان نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې خپل ګاونډي هېوادونه د کرکې تر بریده ور څخه په تنګ دي. تېره ورځ چې نږدې دوه زره علماوو هغه چې مولانا فضل الرحمن غوندې څېرې هم پکې وې، ځانمرګي بریدونه یې یوازې په پاکستان کې حرام وبلل. دا لومړی ځل نه دی، چې د دوی علماء په پاکستان کې هر ډول جګړې او تاوتریخوالی حرام ګڼي او په افغانستان کې یې روا...
لکه مخکې چې وویل شول دوی د اسلام د سپېڅلي نوم څخه د ابزارو په توګه سیاسي استفاده کوي. دا چې اسلام د امن، مینې او پخلاینې دین دی او د ټولو ادیانو پیروانو ته په درنه سترګه ګوري؛ خو په پاکستان کې د نورو ادیانو پیروان هیڅ ډول د خوندیتوب احساس نه کوي، چې ښه بېلګه یې تېره میاشت کویټه ښار کې پر عیسوي کلیسا خونړی برید و او د دې تر څنګ پر شیعه مذهبو باندې په نړۍ کې تر هر ځای په پاکستان کې زیات بریدونه کیږي. اوس خبره داده، چې مخکې مو د اسلامي ارزښتونو خبره کول یعنې څومره چې اسلامي ارزښتونو ته په افغانستان کې ژمنتوب شته، دا په پاکستان کې نشته. د اسلام په نوم فتوا خو به یوه وي، نو دا څنګه کیدای شي یو کار په پاکستان کې نا روا او حرام؛ خو په افغانستان کې روا وي؟ اوس په کار داده، چې افغانان باید نور خپل دوست او دښمن وپیژني او په جعلي فتواګانو ونه غولیږي.

زه پر هغه افغانانو چې د دولت وسلوال مخالفین دي، همدا ږغ کوم، چې دوی هم باید دپاکستان اصلي او افغان ضده څېره و پېژني. راځی چې په ګډه لاسونه سره ورکړو، کنه نو یوه بله د افغان وژنې پروژه د هېواد د دښمنانو له خوا ډیزاین شوې ده او د داعش نوم يې پرې ایښی دی، چې دا ډله بیا نه افغانیت مني، نه هم انساني او اسلامي پولې...

په دې تاریخي او اساسو شېبو کې تر ټولو لومړی باید تر ګیلو او پر یو بل باندې تر تهمتونو تېر شو، د افغانستان پر هغه مظلوم ملت چې په نړۍ کې یې تر هر چا اوږده او خونړۍ جګړه تېره کړې ده، نور دا ملت یوه ورځ هم د جګړې حوصله او توان نه لري، وطن مو په کونډو او یتیمانو ډک شو. هره ورځ فاتحې، ویر او واویلا وې دي. یوازې سوله او ښه حکومتولي کولای شي، چې موږ خپلو ارمانونو ته ورسوي. جګړه پردۍ ده او موږ باید د افغانانو په توګه ملي یووالي ته ژمن شو، یو بل سره وزغمو، ټولې پردۍ توطعې له منځه یوسو، تر څو پر خپلو پښو ولاړ او با امنه افغانستان ولرو.
په درنښت!