له طالبانو سره، په ترکیه کې د خبرو پایله

نېږدې دوه اونۍ وړاندې د اسلامي حزب امیر ګلبدین حکمتیار وویل، چې که د ملي یووالي په حکومت کې وسله والو طالبانو ته ځای ځایګی وي، نو همدا اوس یو ډله خلک چمتو دي، چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې پيل کړي.
 
له هغې یوه اونۍ وروسته، په ترکیه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو راپورونه خپاره شول.
 
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په ترکیه کې د افغان حکومت له لوري او وسله والو طالبانو په استازیتوب ځینو استازو ګډون کړی وو. په دغو ناستو کې د حکومت په استازولي عباس بصیر او همایون جریر چې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار ښوول شوي برخه اخیسته ده.
 
ښاغلي جریر له ترکیې څخه رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې اترې مثبته پایله لري. د هغه په خبره، طالبان هم اوس یو وار سوله امتحان وي.
حکومت
په ترکیه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د دې خبرو له راپورنو وروسته، حکومت ویلي، چې د دوی کوم استازي ترکیې ته نه دي تللي. په ترکیه کې د طالبانو او حکومت په دغه ناسته کې یوه ګډونوال ښاغي جریر چې ځان د حکومت استازی ګڼي وايي؛ دی د ولسمشر په غوښتنه دغه هېواد ته تللی او د سولې عالي شورا رییس هم پرې خبر دی.
 
په ورته وخت کې سه شنبه (۱۳۹۶لمریز، مرغومي۲۶مه) د سولې په اړه، د ځوانانو، مدني ټولنو او مېرمنو په یوه کنفرانس کې د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وویل، چې اوس دوی له وسله والو طالبانو سره مستقیمې اړیکې نه لري، بلکې له ډير وخت راهیسي ورسره په غیر مستقیم ارتباط کې دي.
 
په دغه غونډه کې د سولې عالي شورا  د دارالانشاء رییس محمد اکرام خپلواک هم وویلی؛ تر اوسه له طالبانو سره، مستقیمې خبرې نه دی شوي.
وسله وال طالبان
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی کوم استازي ترکیې نه دي تللي. هغه زیاته کړې، چې دا ډول خبرې طالبانو ته د دسیسو یوه برخه ده.
 
بل خوا په ترکیه کې هغو طالب استاز ویلي، چې دوی د اسلامي امارت او د کوټې شورا په استازولۍ دغه هېواد ته راغلي دي. وسله والو طالبانو په خپل یوه خپاره کړي بیان کې دا خبرې په کلکه رد کړي دي.
 
په دغه بیان کې راغلي، چې افغان حکومت هېڅ ډول صلاحیت نه لري ځکه یوه والي له ولایته نه شي لېرې کولی؛ له دوی سره د خبرو کولو خبره خو لا پرېږده.
سیاسي شنونکي
په ترکیه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو سره سم سیاسي شنونکي په دې اند دي، چې له وسله والو طالبانو سره دا ډول غیر مستقیمې خبرې مخامخ خبرو ته لاره برابرولی شي.
 
هلته په ناستو کې ګډونوالو له دا ډول خبرو خوښي ښودلې. تمه ښودل شوې، چې دا ډول خبرې ښايي یوه ورځ وسله وال طالبان په رښتیي ډول اړ کړي، چې له حکومت سره مخاخ خبرو ته کېني.