پاکستان یې بایلي

په دې کې شک نشته چې افغانستان په تېرو څلوېښت کالو خصوصاً په وروستیو شلو کالو کې د پاکستان له لاسه سختې ورځې ولیدې. زموږ خلک یې د جنګ د اور په بټ کې نینه کړل، زموږ هستۍ، شمتنۍ، کدرونه او ظرفیتونه یې د جنګ په بټه کې ایره کړل، خو زموږ د خلکو د همت، مقاومت او استقامت له برکته داسې وخت هم راغی چې پاکستان یې له نړیوال فشار سره مخ کړ.
 
نن سبا پاکستان له ډېرو سختو شیبو څخه تېرېږي، ځکه د افغانستان او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د بریالۍ او فعالې ډېپلوماسۍ له برکته اوس ټول نړیوال په دې سل په سلو کې باوري دې چې اوسنی پاکستان د سیمې او نړۍ د ثبات، پرمختګ، امنیت ، همکاریو او مناسباتو لپاره لوی خطر او جدي تهدید دی.
 
پر پاکستان د نړیوال فشار غوښتنه همداده چې خپل اوسنی دریځ باید بدل کړي. د ترهګرو له تمویل، تجهیز، روزنې، پالنې او د فشار په توګه د هغوی د کارولو څخه باید لاس واخلي. پاکستان که څه هم د نړیوالو د تېراېستل او د خپلې اصلي څېرې د پټولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو کوم ځای یې ونه نیوه.
 
پاکستان فکر کاوه چې افغانستان لا هم همغه پخوانی بېچاره ، بې ژبې او بې مالکه هېواد دی او څنګه یې چې زړه وي، نو هغسې به یې د خپلو ګټو لپاره قرباني او یا په نور وسودا کړي، مګر له دې څخه داسې ښکاري چې پاکستان په دغومره نږدې ګاونډیتوب کې لا هم د افغانستان له تېر برم، عظمت او زموږ د خلکو له اتلولیو ا وشهامت څخه بې خبره دی.
 
که دوی د افغانستان د تېر تاریخ په اړه دقیقه مطالعه لرلی، نو هیڅ وخت به یې افغانستان ته په دغومره لنډپارۍ نه کتلی او نه به یې هم له افغانستان سره د دښمنۍ لاره نیولی، ځکه چې د تاریخ په اوږدو کې چې هر زبرځواک افغانستان ته په کم نظر کتلي، نود خپل هوس او کم پامۍ ښکار شوی دی.
 
پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي سفر پرمهال ښاغلي غني په پوره صراحت او وضاحت وویل، چې زموږ او تاسو تر منځ د اړیکو یوه وړه کړکۍ موجوده ده دا نو اوس په تاسو پورې اړه لري چې دغه کړکۍ په لوی ور او دروازه بدلوئ او که یې مطلق بندوئ.
 
پاکستان ته د ولسمشر غني دغه وړاندیز او بېلګه مازې یوه ټوکه او مسخره ور معلومه شوه، خو له همغه وروسته چې ولسمشر د پاکستان پرځای خپل پام ګاونډ او د نړۍ هېوادونو ته کړ او په دې اړه یې په کراتو د پاکستان په اړه باوري اسناد وړاندې کړل، نو بالاخره یې د پاکستان په اړه د سیمې او د نړۍ د هېوادونو دریځ بدل کړ.
 
حتی نړیوال یې په دې اجماع او نظر راټول کړل چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو تولیدونکی او پالونکی هېواد دی او له همدې امله باید پاکستان باندې تر هغو نړیوال فشار زیات شي ترڅو یې چې خپل دغه دریځ نه وي بدل کړی او د افغانستان اوجنوبي اسیا په اړه د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي، د امریکا د ولسمشر په ګډون د نورو امریکایي مقاماتو څرګندونې یې ښې بېلګې دي، نو داسې ښکاري چې پاکستان نور بایلونکی او افغانستان ګټونکی دی، ځکه چې افغانستان به د خپل برحقه دریځ پرمټ له پاکستان څخه خپل ګرېوان خلاص کړي او د پاکستان له لوري پر افغانستان تحمیل شوي جنګ ته به د پای ټکی کېږدي.