مارک زاکربرګ خپلې نوې ماشومې ته سپارښتنه کړې چې له ماشومتوب څخه خوند واخلي.
د فیسبوک د ټولنیزې شبکې د بنسټګر مارک زاکربرګ په کور کې دویمه لور پیدا شوه. د هغه لور د اګست په میاشت کې پیدا شوه او مور او پلار یې هم پرې د اګست نوم کېښود.
ښاغلي زاکربرګ خپلې لور ته لیک لیکلی دی، کله چې ستا خور پیدا شوه هغې ته مې هم د هغې نړۍ په اړه لیک ولیکه چې هغه په کې ستریږي او اوس به ته هم په کې غټیږي. موږ تاسو ته د داسې نړۍ هیله لرو چې ښه تعلیم ولري، رنځ یې کم وي، قوي ټولنې اومساوات ولري.
ښاغلي زاکربرګ خپل لیک په دې ټکو ختم کړی دی، "اګسته، موږ له تاسره ډېره مینه لرو او ستا د ژوند په دغه یون کې درسره مله یو.
د فیسبوک بنسټګر دغه لیک په خپل فیسوک هم شریک کړی چې میلیونونه خلکو لیدلی، لوستلی، خوښ کړی او له یو بل سره یې شریک کړی دی.
وروستي