دسيد بديع الزمان(هاشمي)
ژباړه
وايي چې څلور سوداګر په زر دينارو کې سره شريک وو،سوداګرو دغه زرديناره په يوه کڅوړه (هميانۍ) کې اچولي وو، يوبل هيواد ته دسوداګرۍ پرموخه روان شول ، دلارې پر سريو باغ پر مخه ورغى ،سوداګر ديوې شيبې دمه جوړولو اوسيال له پاره هغه باغ ته ورننوتل ،کڅوړه يې دامانت په ډول دباغ ساتونکي (باغوان) ته ورکړه ،باغوان ته يې وويل ترڅو مونږ څلورواړه حاضر شوي نه يو ،دغه کڅوړه به په ځانکړي ډول چا ته نه ورکوې.
سوداګر په باغ کې له ګرځيدو راګرځيدو وروسته ،ديوې ويالې ترڅنګ کيناستل اوله خوراک له پاره يې چې څه له ځان سره راوړي وو،هغه يې په ګډه سره وخوړل ، بيا يوه وويل راځئ چې مخونه او سرونه په دې وياله کې پريمنځو ،زه په جيب کې عطر لرم پر ځان به يې ومښو،همداسې يې وکړل ،يوبل يې وويل : يوې ږمنځ ته اړتيا ده ، دريم يې وويل : له باغوانه يې وپوښتۍ ښايي باغوان يې ولري .
لنډه داچې يو له دوى پاڅيده دباغوان پر لور روان شو ، باغوان ته يې وويل : هغه کڅوړه راکړه ، باغوان وويل : لومړى خپل ټول ملګري راحاضر کړه، ځکه تاسې ما له ويلي ووچې يوه ته به کڅوړه نه ورکوې . دسوداګر نورملګري په داسې ځاى کې ناست وو چې باغوان ته ښکاريدل او دهغوى لوړ غږ يې هم اوريدلاى شو ، سوداګر خپلو ملګرو ته ورغږ کړ نه يې راکوي . هغوى سوداګرو باغوان ته ورغږ کړ وريې کړه . باغوان کڅوړه هغه ته ورکړه ،هغه په څه چل له باغه وواته او وتښتيده .
کله چې دهغه راتلل وځنډيدل سوداګر راغلل له باغوانه يې وپوښتل زمونږ ملګري څه شو ؟ باغوان ورته وويل زه نه پوهيږم هغه له مانه کڅوړه واخيسته لاړه ، سوداګرو ورته وويل ولې دې کڅوړه ورکړه مونږ خوهغه دږمنځې پسې راليږلى و، باغوان وويل هغه يواځې دکڅوړې غوښتنه له ما وکړه ،ورنه کړه ، خوتاسې راغږ کړ چې وريې کړه نو ماهغه ته کڅوړه ورکړه . سوداګروپه يوه خوله وويل مونږ تاته کڅوړه نه ده ياده کړې مونږ يواځې ږمنځ ښودله چې وريې کړه .
دسوداګرو اوباغوان سره دعوه شوه اخر داچې خبره تر قضا ورسيده ، سوداګرو خپله ټوله کيسه قاضي ته وکړه ، قاضي فيصله وکړه چې باغوان ملامت دى ،زرديناره دې سوداګرو ته ورکړي .
باغوان چې هر څومره شورو فرياد وکړ هيڅ ګټه يې ونه کړه ، بالاخر مجبور شو له قاضي نه يې څو ورځې مهلت وغوښته ترڅو سوداګروته زر ديناره پيداکړي ، دقضا له انګړه رابهر شو ، شوڼدې يې له ډيره خپګانه وچې وې وې نه پوهيده چې څه وکړي ، په فکر کې ډوب ولاړ وه ، يوه پنځه کلن هلک چې کله دده غمجن حالات وليده ، حواله يې راغى ورته يې وويل : کا کا جانه ولې دومره غمجن يې ؟ باغوان ځواب ورنه کړ ځکه هغه يې يو کوچنى هلک وګاڼه و هلک ترې بيا وپوښتل کا کا جانه ولې دومره خپه اوغمجن يې ؟
باغوان ورته خپله ټوله کېسه وکړه ،هلک ورته وويل: کا کا جانه ماله يو درهم راکړه چې زه يو څه خواږه پرې واخلم ، تاله به داسې لار وښايم چې دسوداګرو اوقاضي له شره خلاص شې . باغوان ژر جيب ته لاس کړ يو درهم يې هلک ته ورکړ ،بيايې ورته وويل : ښه ! اوس راته ووايه زه څنګه د هغوى لهشره خلاصيدى شم؟ هلک ورته وويل : کا کا جانه ! ورشه قاضي ته ووايه سمه ده زه به دوى ته کڅوړه ورکړم ، خو زما او ددوى ترمنځ داشرط وه چې کله دوى څلور واړه حاضر شي نو زه به دوى ته کڅوړه ورکوم . دوى دې هغه بل ملګرى هم حاضر کړي ترڅو زه هغوى ته کڅوړه ورکړم .
باغوان چې دهلک خبره واوريده خوشاله شو په منډه لاړه قاضي ته يې دهلک دخولې خبره وکړه . قاضي له سوداګرو وپوښتل چې رښتياهم ستاسې اودده تر منځ داشرط شته ؟ سوداګرو وويل : هو زمونږ تر منځ داشرط وچې مونږ ټول نه يو حاضر شوي ته به هميا نۍ چاته نه ورکوې ، خو ده هميا نۍ يواځې زمونږ يوه ملګري ته ورکړې او هغه هميانۍ وتښتوله .
قاضي ورته وويل : چې داسې ده نو بيا ورشئ خپل څلورم ملګرى هم حاضر کړئ بيا راشئ چې باغوان درته خپله هميانۍ وسپاري .
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
Ph.. 07o7o30016
وروستي