اووہ دلیله  چې د ورځې یو ګلاس شیدې څښل څومرہ ګټي لري

روغتیاي پاملرنه:
زمونږ‎ په سیمه کې دیوہ چرسي تکیه کلام ؤ؛
«د مور شیدې دې شه»
اووہ دلیله ستاسو خدمت ته وړاندې کوم چې د ورځې یو ګلاس شیدې څښل څومرہ ګټي لري؛
(زما لخوا کوم سوداګریز اعلان ندی، که څه ھم د شیدو په ھکله مو ډېرڅه د تجارت په ډګرکې لوستي)
دا له کلسیم څخه ډک خوراکي شی په وجود باندي خورا زیات ګټور اثرات لري چې دا دی لاندې يې درته بیانوم:
۱) غوړ‎ہ څېره:
شیدې د پوستوکي شکلا او سپینوالی رامنځ ته کړ‎ي.
د دې پرځای چې د سینګار بکس سامان په بازارکې راونیسۍ (کریم، پوډر، لوشن، تیل ....)، غورہ دہ چې ھرہ ورځ یو ګلاس شیدې نوش جان کړ‎ئ. ھرھغه توکي چې پرپوستوکي د سپینوالي تاثرلري په شیدو کې شتون لري او ترڅنګ يې په ویټامین بډا خواړ‎ہ دي.
۲)غښتلي غاښونه :
شیدې د کلسیم د جذبیدلو لپاره ویټامین D لري چې غاښونه طاقتور وساتي او د غاښو د ورستوالي یا ګوګونو مخنیوی نیسي.
۳) تندرست سکلیټ (ھډوکي) :
ھمدا کلسیم دی چې د ماشومانو، او غټانو ھډوکي محکم ساتي. خصوصا د ښځو لپاره چې له ۴۵‎
کلني عمر وروسته يې ھډوکي کمزوري کیږ‎ي. د ورځي یو ګلاس شیدې څښل جادو وکړ‎ي.
۴) وزن کمول :
یو ګلاس شیدې څښل په خپله یو خوراک شو. کله چې د شپې یو ګلاس شیدې وڅښل شې نور ډوډۍ خوړ‎لو ته اړ‎تیا نشته. دا پخپله د وزن د کمیدو سبب شي.
۵) ذھني فشار سپک کړ‎ي :
په 2002 ز کال کې څیړ‎نه وشوہ چې د ورځې یو ګلاس ګرمي شیدې څښل ټول عصاب ارام او د ذھن بوج کم کړ‎ي۔ د Stamford Medical
School
راپور.
۶) تودوخي یا ګرمي:
شيدې وجود ته انرږ‎ي بخښي. ھرڅوک چې جسماني ستړ‎تیا لري یو ګلاس شیدې څښل بایللي کالوري بیرته پرځای او چستي رامنځ ته کړ‎ي.
۷) له رنځونو نجات:
ډېرہ څیړ‎نه وشوہ او په ثبوت ورسیدله چې شیدې څښل د ځیګرکولیسترول له منځه وړ‎ي، د ویني فشار کنترول ساتي، د سترګو نور (دید) زیات شي، دفاعي قوت د وجود د سرطان په ضد غښتلی شي او د مغز سکته یا د زړ‎ه حمله نه واقع کیږ‎ي.
ډاکټرنجیب خټې