امرالله صالح ته په ځواب کي!

د تیرو ۱۶ کلونو د افغان وژني اصلي عاملین حزب اسلامی او طالبان نه بلکه تاسو او ستاسي ټلواله ده چي جګړه مو هم پر طالب وتپله او هم پر حزب اسلامي.
همدا تاسي وئ چي د بن په کنفرانس او له هغه را وروسته مو په نړیوالو ناستو کي چیغي وهلي چي طالب یو څو کسان دي او موږ مقاومت ډله د دې ملت استازیتوب کوو، یو څو تنه طالبان نه باید د بن په کنفرانس کي غړیتوب ولري او نه هم دا څو تنه ضعیفه طالبان په سولي ارزي، دوی باید ووژل شي او طالباني تفکر اصلاً له منځه ولاړ شي، همدا تاسي وئ چي ۱۶ کاله مو د جګړې شعاورنه ورکړل او تل مو د سولي او پخلایني مخته خنډونه جوړول، همدا تاسي وئ چي په جګړې کي ماړه شولئ، سکرتر، محافظ (باډي ګارډ) او د پزیرش او هرکلي مسؤلین مو وزیران شول او د جهاد او مقاومت په نوم مو بې سواده او نالوستي غړي تر ستر جنرالۍ پوري ورسیدل.
هو تاسو سولي ته هیڅ اړتیا نه لرئ، مونږ پوهیږو چي تاسو په تیرو ۱۶ کلونو کي د امنیتي ځواکونو پر تلفاتو اوښکي نه تویوئ بلکه ستا موخه داده چي د جهاد او مقاومت په نوم امتیازات ځانته مختص کړې او د داسي  یو پرخ بنسټه ملي حکومت مخه ونیسې چي ټولي ډلي پکې خپل ځان وویني.
زما ښه یادیږي کله چي په ۲۰۰۱ م کال کي نړیوال نظامي ایتلاف د امریکا په مشرۍ د طالبانو حکومت ړنګ کړ، د طالبانو اکثره مشران سولي ته مایل وه او حتی ځینو یې خپل استازي هم کرزي او حکومت ته ولیږل خو ستاسي د جګړه ماري ډلي منطق دا ؤ چي طالب باید په زور محوه شي، حاشیې ته شي او د طالب نوم باید د ناټو په زور له منځه ولاړشي.
همدا تاسي وئ د هیواد په سهیل او سهیل ختیځ کي مو ږیره او بګړۍ والا پښتون د طالب په نوم د پل چرخي او ملي امنیت زندانونو ته واچول، خلک مو مجبور کړل چي دا نظام پردۍ وګڼي او د نظام په خلاف وسلې ته لاس کړي، زما ښه یادیږي هلته چي د امنیتي سکتور ټولي ادارې او وزارتونه ستاسي د یوې ولسوالۍ په ولکه کي وه، د تور او سپین واک له تاسو سره ؤ، حتی د حزب اسلامي تاجک قومندانان هم تاسی په شمال کي ترور کړل.
همدا اوس هم تاسي ځیني د دولت لوړ امتیاز اخلئ او ځیني نور مو د روسیې څخه هره ورځ نوي وسلې ویشي، همدا تاسي یاست چي په بدخشان کي مو د لاجوردو لپاره جعلي طالبان جوړ کړي او ستاسي د ډلي د پارلمان وکیلان هم ددې جعلي طالبانو شاته ولاړ دي.
زه دومره وایم کاش چي تاسو د طالب سره د مخامخ جګړې جرئت لرلای، ستاسي د مقاومت مرکز خواجه غار او خواجه بهاءوالدین ته اوس تاسي نشئ تللای او نږدې څو ورځي مخکي د تخار د خواجه بهاء الدین ولسوالي د طالبانو تقریباً لاسته ولویدل، نیم بدخشان همدا اوس د طالبانو په لاس کي پریوتی او یا تر جدي امنیتي ګواښ لاندي دي، د پروان یو شمیر سیمي لکه غوربند عملاً د طالبانو لخوا اداره کیږي او ستاسي د مقاومت مرکز هم خوندي نه دی، هغه چي تا ورته مقاومت وایه، په هغه وخت کي هم طالب ته تر کولابه ورسولې.
تاسي په کابل کي هم د سمیټي خښتو او زرې موټرونو سربیره ځان خوندی (مصئون) نه احساسوئ، لا په کومو سترګو د سولي مخالفت کوئ، تاسي نه د طالب او حزب اسلامي سره د جګړې توان لرئ او نه یې سوله منئ.
ستا د یو عادي قومندان په کور کي د وسلو ډیپو (ذخیره) په نا قانونه توګه ساتل کیږي او ته په کوم جرئت د حزب اسلامی په داسي ډول بې وسلې کول غواړي چي عملاً د طالبانو د وسله وال او ستا د استخباراتي او سیاسي مخالفت سره مخ دي؟!
ګوره حکمتیار او حزب اسلامي د سولي مدیون نه بلکه تاسي باید د حکمتیار د سولي مدیون وه اوسی چي د سولي د تامین په خاطر یې هم  ددې کمزوري حکومت سره سوله وکړل او نه یې په حکومت کي څوکۍ او وزارتونه وغوښتل.
د صالح خبري یوې خواته، خو اصلي اندیښنې څه دي؟
۱ــ که د صالح وروستي دریځ ته وګورو، یوې خواته ویل کیږي چی حزب اسلامي خپل زرګونه وسله وال په ملي پوځ کي د شاملیدو په موخه پشنهاد کړي بل خوا صالح د نظامي تعیناتو په برخه کي د دولت وزیر دی، څنګه کیدای شي چي په ملي پوځ کي د حزب اسلامي د مجاهدینو (نظامي جنګیالیو) پروسه سمه ترسره سی، په داسي حال کي چي امرالله د حزب هر غړي ته د ۱۶ کلونو د وژنو د عامل په سترګه ګوري....
۲ــ د صالح خبري یو ځل بیا د مرکزي حکومت پر ضعف دلالت کوي چي ولسمشر د دولت د رئيس په توګه، اجرائيه رئيس د حکومت د مشر په توګه د حزب اسلامي سره د سولي موافقه تائيد کړې او صالح چي د همدې حکومت یو کارمند دی، د دوی له دې پریکړي څخه بغاوت کوي او دا یوه تیروتنه ګڼي، دا عین داسي لوبه ده لکه چي احمدضیاء مسعود حکومت ناقانونه ګڼي او بیا یې زوی زبیر مسعود د افغان حکومت تر ټولو مهم امنیتي بنسټ (امنیت شورا) سلاکار دی، له دې (ناقانونه!) حکومته لوړ ډالري معاش اخلي، زرې موټرونه یې شا او مخ ته په تعقیبي موټرونو بدرګه کیږي.
دې ته وايي یو بام دوې هواوي!