که غواړئ روغتیا مو تضمین وي، مالګه کمه وخورئ

مالګه لږ وکاروئ څو مو زړه او نوره روغتیا خوندي شي.
زموږ بدن په ورځني ډول یو یا دوه ګرامه مالګې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ډېری خلک د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه اته یا لس ګرامه مالګه خوري. پر دې سربېره اویا سلنه هغه خواړه چې موږ یې د ورځې په اوږدو کې خورو، مالګه لري. مالګه د غذایي موادو اوبه ډېروي او په پایله کې د چاغوالي لامل کېږي.
د مالګې له ۲۵ تر ۳۰ سلنې کمولو سره مو روغتیا خوندي کېږي. مالګه اشتها ډېروي نو هغه کسان چې غواړي وزن یې کم شي او غذایي رژیم یې نیولی وي، د مالګې خوړل دې کم کړي. په پایله کې که غواړئ چې مناسب اندام ولرئ، مالکه کمه وخورئ.