د ټول منلي  رهبر پر ویر څوکرښې

محمدحسن حقیار ممبيي هندوستان
په  ډېرې خواشینۍ سره له هېواده بهر د سفر پرمهال خبر شوم چې  زموږ مجاهد او اتل  ولس له خپل یوډېردرانه  مجاهد ، دیني ، سیاسي او روحاني مشر له سیوري څخه  دتل لپاره بې برخې شو.
د افغانستان دملي اسلامي محاذ رهبر او دسولې  دعالي شوری رئیس پيرسیداحمدګیلاني دتل لپاره له دې بې وفا او فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
د ارواښاد پيرګیلاني مړینه  له شک پرته ددې زخمي ولس پر ټپي ټټر یوبل ټپ دی  هغه ولس چې  ټپونه یې ده او  دده په څېر زړه سوانده ،صبرناکو،زغم لرونکیواو باکفایته مشرانو ته اوس تر بل هروخت ډېره اړتیالري .
ارواښادپيرصاحب ددې ولس دژورو ټپونو لپاره ملهم او پټۍ وه ، هغه دسولې داعي  ، ارمانجن او دسولې هڅاند  او لاروی و. هغه دزړه له تله په افغانستان کې دروانې تراژیدۍ پای  غوښت.هغه ټوله عاطفه  ،ترحم او دمینې او صمیمت سمبول و.
ارواښادپيرصاحب له هرډول سمتي  او ژبني   تعصب څخه پاک ، ټول افغانان ورته وروڼه او دخپلې کورنۍ غړي ښکارېدل .
ما له ارواښادپیرصاحب ګیلاني سره  پنځلس کاله یوځای تېر کړي دي او د افغانستان دملي اسلامي محاذ دفرهنګي چارو دمسؤول په توګه ورسره راته دکار زمینه برابره شوې ده. ما په دا دومره موده کې هغه پوره څارلی او له نږدې لیدلی دی . افغانان ماپېژني چې نه چاپلوس یم او نه متملق تل مې سپينې خبرې  کړې دي او لایې هم کوم .  که په ارواښادپيرصاحب کې منفي ټکي وای نو دالله ج درضالپاره به مې دهغه په  ژوند ورته ویلی وای ، ولس به مې  هم ترې خبر کړی وای او اوس مې هم نه پټوله .
هغه  ډېر تقوی لرونکی او پرهیزګاره شخص و. هغه د اشراق او څاښت لمونڅ نه قضا کاوه ، دځینو سیکولرانو او دمذهب او داسلام ددښمنانو  دپروپاګند پرعکس، هغه همدا اوس هم تهجد کول ، سخا اوغنا یې تر چاپټه نده، نه یې غیبت اوعبث کارونه کول او نه یې اورېدل، هغه ډېرې کمې خو ژورې خبرې کولې ،  هغه نه غوښتل چې لاسونه یې څوک  چپ ( ښکل ) ، هغه به دهمدې لپاره چې څوک یې لاس ښکل  نه کړي ډېر کوښښ کاوه چې په ستړي مشي کې چاته لاس هم ورنکړي .
هغه پاک صاف اوشفاف زړه او سیاست درلود. دوه مخي او منافقت یې نه مانه او نه یې کاوه.سره لدې چې  واک اوځواک ورسره و، وسلې ، امکانات  او افراد یې درلودل  خوبیا هم نه یوازې داچې د واک او قدرت لپاره یې څوک ونه وژل بلکې لایې هم خپلو مجاهدینو ته د زغم او حوصلې توصیه کوله .کله چې په کابل کې تنظیمي انډوخر پیل او دواک پرسر جګړې پیل شوې نو محاذ هم هغه ګوند و چې ددوی  له شان او استحقاق سره برابره ونډه نه وه ورکول شوې نو دده قوماندانانو ورته وویل چې موږله چا کم یو موږ هم باید دخپل حق غوښتلو لپاره غږ او اعتراض پورته کړو ده ارواښاد ورته وویل چې سل کاله حکومت دیو  مسلمان افغان پر یوڅاڅکی وینه  نه ارزي  .
دجهاد پر مهال چې ځینو نورو ګوندونو به دکوچني شک پر بنسټ هم  افغانستان میشتي افغانان او هغه خلک چې هجرت یې نه وکړی وژل خو ده په سلګونو  دکمونستی رژیم  هغه لوړ رتبه خلک چې پرخپل کار اومفکوره به پښېمانه و  او دهجرت او جهاد چاپېریال ته به راغی په غېږ کې ونیول  اوآن دکورونو خرڅ یې  هم ورکاوه . ټولو افغانانو ته معلومه ده چې دده دربار له استثنی پرته دهرچا پر مخ خلاص  و.
هغه دیوې خبرې او واحد سیاست خاوند و ، دځینو په څېر یې لس ځله قبلې او دريځونه بدل نکړل ، هغه به دجهاد او هجرت پر مهال هم ویل چې په افغانستان کې ولسواکه او دخلکو دخوښې منتخب حکومت غواړي او۴۰کاله وروسته یې هم همدا سیاست  او دریځ و.
هغه ارواښاد  ۴۰  کاله پخوا له اسلام څخه هغه برداشت درلود چې دبنسټپالنې دعوه داره  جهادي تنظیمونه یې نن منلو ته چمتو شول.  هغوی چې ددې ډول  معتدله اسلامي دریځ  ددرلودلو په تور یې سلګونه روښانفکره مسلمانان شهیدان کړل  نن دپيرصاحب ۴۰کلن پخواني دريځ ته تسلیمیږي.
هغه ارام طبیعت درلود اونرم شخص وخوترڅنګ یې ډېر زړور  او باوقاره هم  و دحق لپاره یې دهیچا پروا نه کوله یوځل دده دريځ پر یوې موضوع رسنیو خپورکړ دده دادریځ دډېرو سفارتونو او پیاوړو حکومتونو لپاره دمنلو وړ نه و او دهغوی حساسیت یې راوپاروه، دوی پرپيرصاحب ډېر فشار رواووست  چې له خپله دریځه تېر شي ، ان ارګ یې ورته واسطه کړ  او پخپله د ارګ مشرانو هم ترې وغوښتل چې له خپله دريځه تېر او  بل ډول یې   توجیه کړي خو ده ورته وویل چې زما دریځ دافغانستان پر واقعیتونو ولاړ دی هېځکله به ترې  وانه وړم.
دزغم کچه یې دا وه چې آن څوځله مې لیدلي چې یو چا مخامخ   ده ارواښاد  ته توهین کړی اونامناسب چلند یې ورسره کړی دی  خو ده دغچ پرځای خپلو ملګرو ته ویل چې خیر دی  هغه نه پوهېږي ،په غوسه دی، پوه یې کړئ  بله ورځ مې لیدلي چې هغوی دبخښنې غوښتلو لپاره پيرصاحب ته راغلي دي .
نورو جهادي مشرانو او آن کوچنیو قوماندانانو لسګونه زره جریبه شخصي او دولتي ځمکه غصب اوپلورلې . پرنورو یې ظلم کړی ، رشوت یې اخستی ، بیت المال یې تروړلی ،   پر سرونو یې میخونه ټک وهلي مړي یې ګډولي او له خلکویې ناحقه ژبې غوسې کړي دي خو ده نه یواځې داچې ځان له دې کارونو او ناوړه حرکاتو وساته  آن نور یې  هم منع کول .
هېڅوک نشي ثابتولی چې ارواښادپيرصاحب   دې یوانچ ځمکه هم غصب کړي وي ، آن دخپل کور او مامورینو دخرڅ لپاره یې خپله پلرنۍ ځمکه پلورلې ده .
څومره چې زه خبریم او وینم  دهغه لګښت دهغه دپلرني جایداد له عوایدو څځه و. ځینې ناخبره فکر کوي چې ګویا دهغه مریدانوبه هغه  ته پیسې او چندې ورکولې لومړی خو داکار وهم شي کومه ناروا او ناوړه خبره نه ده کم ترکمه کورنی او روا مدرک خو دی  الله  ج دې موږ ددې نورو په څېر له جاسوسۍ  او د وطن اوپت له پلورلو وساتي .دا نورخو یې په جاسوسۍ ، د وطن او ایمان   پرپلورلو او دانسانانوپر وژنه پیداکوي .
سوله او په افغانستان کې دجګړې او افغان وژنې پای د ارواښادپيرصاحب ستره هیله وه چې له بده مرغه له ځان سره یې ګور ته ویوړله ، هغه د۱۳۷۱ــــ۱۳۷۵ هجري کلونوتنظیمي جګړو او بیا ۱۳۷۵---۱۳۸۰ دطالبانو او شمال ټلوالې  ترمنځ جګړو کې ډېر سوله ییز ګامونه واخستل  --- جهادي مشران اومجاهدین ددې شاهدان دي ــ هغه په لسګونوځله دواړو خواوو ته ورغی .
اوس چې دسولې دعالي شوری ریاست ورپرغاړه شو نو دزړه له تله یې دسولې راوستلو او مذاکراتو او تفاهم له لارې دروان کړکیچ حل ته مټې رابډ وهلې وې .زه پخپله سره له دې چې دسولې دعالي شوری مامور او غړی نه یم خو  د ارواښادپيرصاحب د یو دوست او مامور په توګه  دډېر ناستو او هڅوشاهد یم.
دحزب اسلامي افغانستان دسولې منځګړی پلاوی به چې دافغان حکومت له چلندڅخه نهیلی شو اوبېرته به یې دتللو هڅه وکړه نو  ارواښادپيرصاحب به ورته نصیحت وکړ، تشویق به یې کړ ورته به یې وویل  چې زړه لوی کړئ تاسو ته دروند بار درپه اوږو شوی ، دا دافغانستان دبرخلیک موضوع ده زه هڅه کوم چې داناسم پوهاوی له منځه یوسم.....  پلاوی به یې بېرته ایسار کړ. دحزب اسلامي افغانستان دسولې  دپلاوي مشر ښاغلي انجنیر کریم امین ماته څوځله ویلي چې ددوی او دولت ترمنځ په سوله کې  پیرصاحب واقعا مخلصه دی او دزړه له تله سوله غواړي .
دپیرصاحب لپاره همدا ویاړ بس دی  چې ټول افغانان هغه که دولتي خلک دي ، که ددوی مخالفین  او که عام افغانان ټول ورته درناوی  لري اودسیاسي ،روحاني، جهادي او ملي مشر په توګه یې مني .
جنت الفردوس یې ځای پر ګور یې نور اوسه او  الله ج  دې دهغه پرمړینه ټولو خواشینو ته جمیل صبر ورکړي .
امین