په اسټراليا کې يو تن د موټر په واسطه پر پليو برید کړی

سکای نيوز په خپل يوه بيړني خبر کې د اسټرالیا د ملبورن په ښار کې، د يوه نامالوم کس لخوا پر پلي خلکو د بريد رېپوټ ورکړی دی.
د لومړنيو مالوماتو له مخې، په پېښه کې تر اوسه د يو تن د وژل کیدو او د ۲۰ تنو ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.
سرچينه زياتوي، چې پوليسو بریدکوونکی نيولی، خو تر اوسه يې هويت او د بريد لامل ندی په ډاګه کړی.