چې یې غواړې پرې به واوړې

له شک پرته د هر څه په اړه، چې انګېرنې او فکرونه کوئ پایله به مو هم همغه څه وي. پر دې باور ولرئ، چې الله(ج) هر څه ستاسو لپاره پیدا کړي دي. هر څه، چې وغواړئ او ريښتینې هڅه یې وکړئ، نو وبه یې هم مومئ.
فکري غوښتنه هغه څه ده، چې انسان ډیری وخت ورته رسېدونکی دی، مثال؛ که تل د یو څه په اړه فکر کوو او په لټه یې وو، نو لرې نه ده، چې ځان ورته ورسوو او یا یې تر لاسه کړو. دا څرګنده خبره ده، چې د هر څه په لټه او تمه یو همغه څه به مومو.
هر څه، چې غواړئ هڅه وکړئ د تل لپاره یې په خپل ذهن کې وساتئ، فکر پرې وکړئ او په لټه کې یې شئ ځکه که چېرې یې په خپل ذهن کې ولرئ، نو ستاسو او ستاسو د غوښتنې تر منځ به یوه اړیکه رامنځ ته شي، چې همدا اړیکه مو خپلې غوښتنې ته رسوي. که مو اورېدلي وي پوهان وايي؛ هر څومره، چې د یو څه په اړه فکر کوئ، په هغه کچه مو نومړی څیز په لاشعور کې منل کېږي او تاسو ورته ورځ پر ورځ نېږدې کېږئ، چې دا کار مو بیا خپلې غوښتنې ته د رسېدو لامل ګرځي.
که د هر څه تمه لرئ، نو لومړی اړ یاست، چې په خپل ذهن کې ورته ځای ورکړئ ځکه پرته په ذهن کې له ځای ورکولو څخه نه شئ کولای هغه ته ځان ورسوئ او خپل یې کړئ.
د هر ډول ستونزې پر وړاندې یوازینۍ تر ټولو پیاوړې وسله ستاسو خپل ذهن دی. یا په بله وینا؛ هرې غوښتنې، لاسته راوړنې او بریا ته د رسېدو تر ټولو پیاوړې لار ستاسو ذهن دی. که مو ذهن مثبت، پیاوړی او غوره وو، نو څرګنده خبره ده، چې ماتې به ونه خورئ او د خپلې خوښې او غوښتنې وړ څه ته به مو ورسېږئ او که مو ذهن منفي وو، نو پرته له شکه به مو ماتې په خپله د ځان لپاره ټاکلې وي.
نو د ذهن او فکري غوښتنې پر پیاوړتیا مو باور وکړئ او دا جمله «چې یې غواړې پرې به واوړې» هم په بشپړه توګه ومنئ؛ ځکه هر څه، چې غواړئ او په ذهن کې مو دي، نو یوه ورځ به ورته هرومرو رسېږئ، خو یوازینی شرط ستاسو باور او د همدې جملې بشپړ منل دي. «چې یې غواړې پرې به واوړې»
محمداکبر حقمل معینزی M Akabr Haqmal mueenai