ټرمپ: امریکا دې چین پرېږدي چې امریکايي اوبتل له ځان سره وساتي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، امریکا باید چین پرېږدي چې هغه بې ‌چلوونکي امریکايي اوبتل له ځان سره وساتي چې د چین سمندري ځواک د جنوبي چین په سمندرګي کې ونیوه.
ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي "باید چین ته ووایو چې موږ دا اوبتل بېرته نه‌غواړو. پرېږدئ چې دوی یې له ځان سره وساتي."
ټرمپ دا خبره څو ساعته وروسته له دې وکړه چې د چین دفاع وزارت او پنټاګون تایید کړه چې دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي چې دا بې ‌چلوونکي اوبتل بېرته امریکا ته وسپاري.
چین وايي چې امریکايي اوبتل ‌یې د جمعې په ورځ د دې لپاره ونیوه چې د بېړیو او د هغو د پرسونل تګ راتګ ته خطر پېښ نه‌ کړي.
په پیل کې د امریکا منتخب ولسمشر چین د دې کار په خاطر غندلی و.