چین د امریکا د سمندري ځواک یو اوبتل نيولى

د امريکا دفاع وزارت وايي، د چين يوې جنګي کښتۍ د امريکا د سمندري ځواک يو "بې چلوونکى" اوبتل ګلايدر "Glider" نيولى دى.
امريکايي چارواکي وايي، دغه کوچني اوبتل د چين په جنوبي سمندرګي کې ساينسي او غير محرم معلومات راټولول.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جيف ډاويس ويلي، د امريکا متحدو ايالتونو د دې پېښې په  تړاو، يو رسمي ډيپلوماتيک شکايت درج کړى او د دې اوبتل د بېرته تسليمۍ غوښتنه يې کړې ده.
ده ويلي د امريکا د سمندري ځواکونو يوې کښتۍ، فليپين کې د امريکا سمندري قواوو د پوځي اډې د شمال لوېديځ په پنځه اتيا کيلومترۍ کې غوښتل خپل دوه اوبتلونه ترلاسه کړي چې د چين يوه جنګي کښتۍ ورغله او يو اوبتل يې له ځان سره يووړ.
د دفاع وزارت وياند وايي، د چين کښتۍ له امريکايي کښتۍ څخه د مخابرې پيغام تر لاسه کول تائيد کړل، خو د دې کوچني اوبتل د بېرته ستنولو غوښتنو ته يې ځواب ونه وايه.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه