د پاکستان د پوځ مشر ١٣ کسانو ته د مرگ د سزا د ورکړې پرغوښتنې لاسليک کړى

 
د پاکستان د پوځ مشر ١٣ کسانو ته د مرگ د سزا د ورکړې پرغوښتنې لاسليک کړى. پر دوى تور دى چې په چارسده کې په باچاخان پوهنتون، په يو پوځي پېريډ او په مانسرې کې د يوې موسسې پر کارونکو، د اسلام اباد پر ميرټ هوټل په بريد کې لاس لري.
دا کسان په دې ډول دي لطيف الله محسود د رمضان زوى،عرفات د گل زرین زوى، واحد علی د عبدل علی زوى، اکبر علی د کریم الله زوى، محمد ریاض د محمد دیار خان زوى، نور الله د محمددیارخان زوى عبدالرحمن د عبدالمجید زوى، میا سید رحیم د میاعقل جان زوى، نورمحمد د شا ولی زوى، شیر علی د ممبرزوى، سید قاسم شاد سید امین شازوى، محمد عثمان د خیر علی خان زوى ،محمد وقار فیصل د غلام صادق زوى شامل دي.