ټرمپ: د سپينې ماڼۍ ویاند احمق دی

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ ویاند جوش ارنیسټ د احمق سړي په نوم یاد کړ. ټرمپ دا کار د ارنیسټ د تورونو په ځواب کې کړی دی. د سپينې ماڼۍ ویاند، ټرمپ په دې تورنوي، چې هغه په خپله د امریکا د ډیموکراټ ګوند پر کمپيوټرونو په سایبري بریدونو کې لاس درلود او له همدې لارې وتوانېد، چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړي. ټرمپ زیاته کړې، د سپينې ماڼۍ ویاند خپله دنده په ښه توګه نه ترسره کوي. کېدای شي جوش ارنیسټ دا خبرې پرته د ولسمشر بارک اوباما له اجازې نه کړې وي. ټرمپ ویلي، پوهېږئ؛ دا ډېره مهمه ده، چې د ویاند په توګه باید ممتاز سړی وګومارل شي. هغه خپله دنده په ښه توګه نه ترسره کوي، یو احمق دی.