جنت د چا د پښو لاندې دى؟

د دې مسؤوليتونو پر ځاى كولو، تر څو چې ممكنه وي، په هر انسان ضروري او لازمي دي، چې ځينې په لاندې ډول ذكر كيږي، نو په دې هكله الله جل جلاله داسې په خپل كتاب قرآن شريف (سورت النساء ۳۶ آية) كې فرمايي:
((د الله جل جلاله عبادت وكړئ او له هغه سره په عبادت كې هېڅوك مه شريكوئ او له مور او پلار سره نيكي كوئ.))
د مور او پلار عزت، خدمت او اطاعت په اسلامي شريعيت برسېره د حضرت موسى ع او حضرت عيسى ع په تعليماتو كې هم ضروري ګڼل شوي دي او د دوى درجه د خداى جل جلاله د اطاعت نه وروسته په انساني اړيكو كې ډېره لوړه ښودل شوې ده.
د خداى جل جلاله د اطاعت سره يو ځاى د مور او پلار د اطاعت تاكيد شوى دى، اسلامي شريعت د مور او پلار د مشتركه حيثيت تفكيك او تفصيل هم كړى او دايې څرګنده كړې ده، چې د مور درجه له پلار څخه جګه ده، دا ځكه چې د ښځې د فطري كمزوري سره سره مور د حمل او د حمل د وضعې د اولاد د ساتنې او روزنې ګران او مشكل كارونه پر غاړه اخلي، په خوشحالۍ او خلاصه ټنډه د دغو تكليفونو ګالل د مور مرتبې د لوړوالي ښكاره دليل دى.
اولاد بايد د مور او پلار ډېر منونكى وي، دا ثابته خبر ه ده، چې د خداى جل جلاله نه بدليدونكى شريعت كې له شرك څخه بل بد عمل نشته، خو سره د دې هم كه د چا مور او پلار مشركان وي، د هغوى له خدمت څخه لاس اخېستل روا نه دي.
كه مور او پلار چاته د شرك بلنه وركړي، نو د دوى دغه خبره دې ونه منل شي، نو په دې ځاى كې الله تعالى داسې فرمايي:
((موږ انسان ته توصيه وكړه، چې د مور او پلار سره نيكي كوه او كه هغوى تا مجبور كړي، چې د خداى جل جلاله سره هغه څوك شريك كړه، چې ته پرې علم نه لرې، نو د هغوى خبره مه منه، ستاسې د ټولو ماته راتګ دى، نو زه به تاسې خبر كړم، د ستاسو په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ.))
(سورت عنكوبة، ايت ۸)
الله تبارك و تعالى له مور او پلار سره احسان كول، يو مهم امر ګڼلى او فقط د شرك پرستۍ د دعوت په مقابل كې يې اولاد د هغوى د خبرو له منلو څخه منع كړى دى او په نورو دنياوي خبرو كې د هغوى د ادب او د هغوى د اطاعت او خدمت حق قايم پاتې دى، نو په دې اساس كه څوك د مور او پلار له خدمت كولو او ښه سلوك نه علاوه د هغوى له پاره د خېر دعا كوي، الله جل جلاله د هغوړى ټول ګناهونه وربښي او هغوى ته د خوشالۍ نه ځاييدونكى دولت وركوي.
كه چېرې د ښځې او مور او پلار په منځ كې كوم اختلاف پيدا شي او حل چاره يې پيدا نشي او دې خبرې ته مجبور شي، چې كومې خوا ته ترجيح وركړى شي، په دې حالت كې د اسلام حكم هم دا دى چې د مور او پلار اطاعت غوره او اختيار كړى شي، دا ځكه چې د زوجيت تعلق يو داسې تعلق دى، چې هم شليدلاى شي او هم بېرته غوټه كيدلاى شي او هم بدليدلاى شي او د مور او پلار تعلق نه شوكيږي او نه ماتيږي او نه كوم تغيير قبلوي او بل دا چې جنت هم د مور او پلار تر قدمونو لاندې دى.
ومن الله توفيق
عيدمحمد ((عابد ځاځى))