د حضرت امام حسين عليه السلام شهادت او حكومت ا لهيه

د زمكې په مخ چې بنى نوع انسان د ډير كشمكش او محنت نه پس د ژوند كومې مرحلې ليدلي دی د هغې نه معلوميږی چې د دۀ په ژوند كښې هميشه دوه طاقته يو تر بل سره تل امبړ چمبړ پاتې شوی دی ـ يو طاقت دے مادی او بل طاقت دے روحانی ـ د دواړو طاقتونو وجود د ژوند د تنوع او ارتقاء د پاره لازم دے _ خو ډير عجيبه واقعات او نتائج هله پيدا كيږی چې د دې دواړو سخته مقابله راشی او يو په بل د غلبې موندلو كوشش كوی ـ په دې كشمكش كښې هميشه يو طرف ته زور وی او بل طرف ته کمزور يو طرف ته حق وی او بل طرف ته باطل، اكثر داسې شوي دی چې د زورَور طرف د باطل جنبه وی او هغه ظاهرًا مغلوب طرف، حقيقتًا
ريښتياؤ لپاره وی ـ د حق او باطل دا كشمكش د بابا آّدم عليه السلام نه شروع شوے دے او تر څو چې دا دنياګۍ قائمه وی نو دا کشمش به په څه نه څه رنګ كښې ليدې شي ـ فتح هميشه حق كړې ده، خو له ډيرې لوئې او زبردستې قرباني نه پس ـ معلومه خبره دا ده چې دغه اصول د بنيادم په ژوند كښې هميشه كارګر پاتې شوی دی ـ او اوس به هم د دنيا د دې خسته حال د سمولو باعثه هم دغه اصول ګرځي ـ د دنيا په دې اوږد تاريخ كښې د حق او باطل د جنګ واقعه ډيره اوږده ده ـ خو د دې نه هيڅوک انكار نه شی كولې چې د حق په مرسته كښې د ټولو نه لويه قربانی حضرت امام حسين (ع) كړې ده ـ او هر چرې چې په دنيا كښې ظلمت
، جهالت ، نفس پرستی ، ماديت او خو!
غرض
ی غلبه بياموندې ده نو الله تعالى هغه د امام حسين (ع) د قربانۍ په مثال د عمل كوونكو د لاسه لرې كړې ده ـ امام حسين عليه السلام د اسلام د بانی حضرت محمد(ص) نمسی ؤ _ او داسې نمسې ؤ چې چا باندې هغوی (پيغمبراکرم) ډير مئين وو ـ د جنت د مېرمنې حضرت فاطمه الزهرا كشرې زوے د داسې صفتونو مالک ؤ چې نه پرې د هغه نه پس څوک موصوف شوی دی او نه به شی ـ
د فكر مقام دے چې حضرت امام حسين عليه السلام سره د شپيتو كالو تجربې او دلخراشو واقعاتو چې په هغې كښې د هغوی د والد بزرګوار حضرت امام علی عليه السلام) او مشر ورور حضرت امام حسن عليه السلام بې ګناه شهادت شامل دے _ بيا هم د هغې ظالمانو د حكم چې كوم هغه خلاف شرع ګڼۀ هغه مخالفت كوی او داسې مخالفت چې په هغې كښې نه صرف پخپله دې بلكې ډېر لوږې تندې وهلی اهلبيت (ع) په خاورو كښې لوغړيږي ډير كم خلق د اصلی واقعاتو نه خبر دی او ډېر كم خلق داسې دی چې هغوی د دې واقعې نتائجو ته د تاريخی نكته نګاه نه علاوه په بل نظر كتلی دی ـ تفصيلي واقعات به يې پريږدو خو يو څو داسې اصولی
نتائج چې كوم لازمًا له دې واقعې نه مرتب كيږی د هغې ذكر به بې ځايه نه وی ـ
د حضرت امام حسېن شهادت د دنياوی جاه طلبۍ نتيجه نه وه او نه د يو ضدی سردار اقدام ؤ چې په كوم كښې هغه ماتې اوكړه بلکې نن زمونږ همدردۍ د هغې واقعې سره صرف په دې وجه دی چې هغه کس كوم چې د رسول اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د ځيګر ټوټه وه او له هغۀ سره داسې ظلم او زياتې شوې ؤ چې د هغې په ذكر او ياد سره د هر چا له سترګو نه اوښكې بهيږی _ په دې كښې شک نشته چې د ظلم داستانونه د دنيا په تاريخ كښې نور هم شته ليكن د امام حسين (ع) شهادت د انسانی شرافت او ارتقاء يو بې نظير مثال دے _ د انفرادی او اجتماعی ژوند د يو بهترين اصول بيان دے _ او د انسان د حيوانيت د غلبې نه د بچ كولو
اقدام دے _
لنډه دا ده چې د امام حسين (ع) شهادت د حكومت ا لهيه اعلان دے په دې حكومت كښې د امام حسين (ع) جنډه به تل د خلقو د پاره مشعل هدايت وی او هر چرته چې د حق او د حريت په لاره كښې د بنده ګانو حالت خرابيږی نو د هغۀ مثال به د هغوی د پاره د ثبات او استقلال نښه وی ـ
په دنيا كښې فقط يو څيز داسې دے چې هغه بې بدله او بې بها او مطلق (ښه) دے د دې مطلق (ښه) څيز مثال صرف حق دے. او هر كله چې دا مطلق (ښه) د دنيا د ماده پرست ظالمو او نااهلو خلقو له لاسه نقصان بيامومی نو الله تعالى په خپلو بندګانو كښې يوه داسې برګزيده هستی پيدا كړی چې هغه په خپلو وينو سره د هغې (ښه) د حق والی ثبوت پېش كړی. د داسې خلقو سردار همېشه امام حسين وی . دا حق بنده ګان ، بېشكه چې بې انتها ظلمونه خو وزغمی ليكن د هغې نتيجه د انسانيت او حكومت ا لهيه او د تمام اخلاق حسنو يعنې د هغه مطلق (ښه) د وركيدو نه د بچ كيدو سبب وګرځی.
د خلافت راشده دور تېريږی او د ملوكيت يا د مجازی حكومت دور شروع كيږی او بيا په ځاې د خليفه يو داسې سړے بادشاه كيږی چې هغه د خپل دولت او مادی طاقت په زور خلق په دې مجبوروی چې هغه دې د نبوی خلافت اهل وګڼلې شی. او دغه شان څوک د ويرې څوک د طمعې هغه خليفه منی ځينې خلق داسې هم شته چې هغوی په هيڅ شكل دې نه شي منلې نو په هغوی باندې د بكې او دړكې كيږي هغوی ته طمعې وركيږی او په هر چل له هغوی نه د دې لفظ وېستل غواړی چې فلانے د رسول مقبول (ص) د خلافت اهل دے يعنې بيعت (ووټ) غواړی. نو له امام حسين (ع) نه چې د على مرتضى، فاطمه الزهراء عليهم السلام او د رسول اكرم صلی الله
ليه و آله وسلم له وينې څخه دے څنګه توقع لرلې شو چې هغه باطل ته حق ووائی ـ له مدينې نه مكې ته له مكې نه عراق ته او بيا له هغه ځاے نه كوفې ته په تلو مجبوره شو _ يو طرف ته د زورَور دښمن د باطلې دعوې منلو نه انكار بل طرف ته ترکِ وطن يا هجرت او ورسره په دې يقين سره چې دښمن به په هره ممكنه طريقه دې مجبوروی چې بيعت وكړي خو بيا هم امام حسين (ع) سره له يو موټي سړو د كربلا په مېدان اخری امتحان وركوی ـ
په دې لښكر كښې د رسول الله (ص) د محبوبې لور د اهلبيتو پرده دارې زنانه او ماشومان او يو څو نور ملګری دی (په تاريخ کښې 72 کسان بيان شوی دی) په دوی باندېد د يزيد د لښکر له طرفه اوبۀ بنديږی ماشومان له تندې نه لتې ټكوی ، امام حسين (ع) ته بيا بيا د دښمن لخوا مشوره وركړې کيږی چې دې خپل خيال بدل كړه مګر هغه ته هر څه ښكاری خپل انجام او د خپل اولاد انجام،ولې حق د امام حسين (ع) په وينه كښې اغږل شوے دے ماشومان بچی په خاورو كښې ليټ په ليټ لوغړيږي _ د رسول اكرم اهلبيت چغې او سورې وهی، ماشومان په وينو لړلي د ميندو غيږو نه وروړې شي _ هغوي هلته ساه وركوي او امام حسين ولاړ دے
و دا هر څه ګوري _ اّخره دا چې پخپله توره را واخلي او چې ميدان ته راوځي نو د دښمن ټول لښكر اُورَپِيږي چې دې څوک دے د رسول اكرم د ځيګر هغه ټوټه ده چې د هغه د اوږو د پاسه يې لوبې كړي دي او پيغمبر وويلي وو چې زه حسين نه يم حسين زما نه دے. خپله توره اوخوځوي د دښمن په صفونو كښې ډير خلق اوښكې تويه وي او داسې معلوميږي چې لكه يو قيامت دے چې په دغه ميدان نازليدونكې دے _ يوامام حسين يوه يې توره په زرګونو لښكر اّخر دا چې د ډيرو زخمونو په وجه سره مظلوم حسين د اس (ذولجناح) نه راغورځيږي _ او د هغې نه پس د هغه سر په نيزه سورولې شي _ او د رسول اهل بيت قيديان ورپسې ژړا انګول
ا كوي _
د دې نه زيات درد ناک منظر د انسان په تاريخ كښې نه دے تير شوې _ باري تعالى دا هر څه ليدل _ ولې د هغه حكمت باندې انسان نه پوهيږي د هغه په نزد د حق يا مطلق ښه دا اعلان د فاطمې د زړه د ټوټې د شهادت په وينو سره ليكلې وو _ او دا چې حكومت ا لهيه به د دې خاورو او وينو نه ككړ سر په بركت دنيا كښې يو ابدي ژوند مومي _ د امام حسين شهادت د حق او حكم ا لهى د قايمولو په دې دنيا كښې يو داسې مثال دے چې تل به ترې مظلومان د حق لارې د تلو او د حريت سبق اخلي او دا به يې ايمان وي چې :
وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ
ترجمه _ او كوم خلق چې د خدےئآ په لارې كښې قتل شي هغو ته مړه مه وايو _ بلكې هغه زنده دي او تاسې ته ( د هغوئ د زندګي ) شعور نشته. سوره البقره اّيت (154)
وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (ال عمران ايت 169)
له جانبه: محبان محمد و آل محمد پېښور