مونږ ډیورند نه منو، چا چې منلی هغه دانګریز زوی دی!

 
لا یو قرن نه کیږي چې د نړۍ په جغرافیا کې یې ناوړه نوم او حضور شامل شوی ، خو حرامی توب او فساد یې د نړۍ لمنې ته اور اچولی دی، پاکستان د انګریزانو د حرام مجامعت په پایله کې زیږیدلی او داسې یو ناخلف زیږون چې  لیونی سپی یې شاته پریښی هرچاته خوله ور اچوي او هرڅوک داړي. دتاریخ واقعیتونو له بیان څخه د مخنیوي ترڅنګ په تور خم کې د وروستي لانجې او د پنجابیانو د زړو او شومو اهدافو په اړه دغه لیکنې ته  مو پام را ګرځوم.
پوره ۳۷ کاله کیږي زمونږ  کور او کلي کې د پناجبي حرام... موخې د افغاني جاسوسانو او اجیرانو په واسطه تامین  او د سولې او عزت په دې ستر کور کې ماتم خور او د غم ټغره خوره ده، ډیورند اخزنه کرښه یا د انګریزي ښکیلاک شوم قرار داد د یوې طوفاني او لنجمنې پولې په توګه د لوی افغانستان خپلواکي او ملي ځمکني بشپړتیا ته د ګواښ په توګه را پرې وتی او تل افغانان دردوي.
دا یو حقیقت دی چې  د ډیورند تړون او تر خوایې د جمرود هوکړه لیک د افغانستان دولس د خوښې او تمایل استازولي نه کوي او یو فاسد عقد بلل کیږي، بلکې پر بیرته را ګرځولو یې افغان زړور ولس لارې لټوي سره له دې په ۱۳۷۳ کې یې سل کلنه دوره هم پوره شوی او تر دې دمه په لا تکلیفۍ کې پرته ده مګر د پاکستاني وحشي سیاست والو شومې دسیسې او ماجراوې ورځ تربلې زور اخلي.
افغانستان ته په کار ده چې خپل دریځ د یاد تاریخي فاسد تړو په اړه تر لوړې کچې جدي ونیسي او اجازه ورنه کړي چې اسلام آباد د فشارونو په اساس یو ځل بیا د دې خاورې یوه برخه ځان ته واړوي، انګریزان او ملاتړي یې هم داشیبه په دې آخته دي چې څنګه او له کومو لارو د ډیورند حرام قرار دادي کرښه  د پاکستان په ګټه یو ځل بیا د کوم بل فاسد تړون پر اساس ور معامله کړي،
جاسوس او د انګریز له مردارې لمنې زیږدلي افغانان شته چې د دې لوی خیانت ملاتړي دي او تل دا وايي چې دوی سوله غواړي او سوله د ډیورند په کرښه کې ده او باید پنجاب سره معامله تازه شي، خو دوی غلط دي او افغانیت نه پيژني او اجیران دي، چې نظریات یې هم د پیسو او امتیاز په بدل کې خپریږي ،
په تورخم کې د تیرې اونۍ شخړو او د پاکستي ملیشو او پوځ بې شرمانه بریدونو او تیري د لومړي ځل لپاره پنجاب ته د ماتې او ناکامۍ انګازې په غوږو کې ور ګډ کړ،زړور پوله ساتو افغان سرتیرو داسې سبق ورکړ چې په عمر کې به یې له سترګو نه وي بچ ، دا منو چې پاکستان نن قوت او برم لري وسلې او نوي پوځي تجهیزات لري، مګر مهم او اساسي عنصر چې غیرت او میړانه ده هغه نلري، افغانان  د تاریخ په اوږدو کې د میړانې او زړورتیا په لرلو سره د جګړو په سترو ډګرونو کې ستر ستر فاتحان پاتې شوي دي او نړۍ له همدې ډاره افغانانوته زړه نه ښه کوي، د افغانستان ستر امرپراتور علامه احمد شاه بابا فوتوحات او لښکر کشۍ، مېړانې او مبارزې لاهم د نړۍ د متفکرو او زور واکو هیوادونو په مغزو کې انګازې خورې او له برمه ډک ساتلي دي،
تورخم مونږ ته د عزت او شرف ، غرور او میړانې پر معنی مطرح کیږي ، تراټکه مو خپله خاوره هیڅ کله د پاکستان په ګټه نه معامله کوو او هر څوک چې دا ننګین قرار داد بیاځلې غواړي او ورته هوډ لري پوه دې وي چې د ملت او غیرتي ولس له منګولو نه بچ کیږي،
ډیورند لین یا باډر یا سرحدي کرښه چې ورته ویل کیږي د افغانانو لپاره رسمیت نه لري ، خو پاکستان تل فشار اچولی چې دغه کرښه په رسمیت و پیژندل شي ، ځنې باور لري چې د دهشت او تروریزم ټغره د ډیورند په کرښه پورې اړه لرې او تړې اړخ لري چې په بیا تړون او لاسلیک یې سیمه کې سوله راځي، خو مونږ دغه تحلیل ته پوره بې باوره  یو او هیڅ معنی هم نه لري،
سیمه کې د پخواني انګریز دسیسو او چالونو  دا بدۍ او لانجې را غزولي دي او دا به دوام پیداکوي مګر داچې ملتونه ویښ وي او د انګریز لاسونه له خپلې جاغې لري او په اوږه کې ورته مات کړي، پخواني انګریزي ښکیلاک ګرو او یرغلګرو  په افغانستان کې داسې سبقونه زدکړل او په داسې مخ تورۍ او شرم له دې خاورې ووتل چې نړۍ لا هم ورته ګوته په غاښ ناست دي.
افغانان متحد او پر ملي ګټو د پوره باور در لودونکی ملت وو او که خدای کول بیا به هم وي ، چې دا ځانګړنه د نړۍ د ماتې او ناکامۍ سبب ګرځیدلی وو او بیا به ګرځي، ښه او وروستی بیلګه یې په تورخم کې د جګړې په جریان کې د ولسونو غوڅ ملاتړ او دغه راز د طالبانو د اسلامي تحریک د مجاهدینو پریکړه او له افغان دولتي ځواکونو یې  ملاتړ وو چې پاکستان یې ولړزولو.
د افغانانو اتفاق او اتحاد د اټم بم نه هم خطرناک بلل شوی دی ، خو نن مو دې موخې ته څوک نه پریږدي ،چې پوره پوره ورسیږو، کله مو په یو نوم وژني ، کله مو په بل آدرس ، د انګریز زامن دي چې ټاپې یې په لاس کې دي او وار له مخې پر مونږ لګوي ،
نو په همدې رابطه  پر دولت غږ کوو چې  معامله بس ده  ، لوبې بس دي  ، د پاکستان اجیر او مزدوران دې وپيژندل شي وا په نیغه یې دار ته پورته کړل شي ، د پاکستان ګټیالي دي له دې خاورې وشړل شي او  وار له مخې دې ټولې اړیکې په مختلفو برخو کې ورسره بندې او معاملات دې ورسره بنده او تګ راتګ ته د جرم وصف ورکړل شي.
پاکستان ته جاسوسي ، د پاکستان د ګټو خوندي کونکي یا ملاتړي پر اعدام محکوم او کورنی یې له دې خاورې تبعید کړی شي ، د پاکستان پیسې او تجارتي توکي د هیواد په ټولو بازارونو کې بند او  پر هر ډول پاکستاني محصلول دې بندیز ولګول شي، وږي مړه شو ښه یو نه داچې د خوارۍ او بې غیرتۍ ژوند وکړو
دا هغه موثرې لارې دي چې د افغانانو د غیرت او میړانې ویاندویي کوي، مونږ نن سبا د پاکستان په کتغ نه یو ژوندي او چې بند یې کړو نه مړه کیږو، همدا نه دي بند شوي چې تباه یو او روزګار مو دې حد رسیدلی دی، افغانان د پاکستان د هرډول مرداریو د مصرف کونکي هیواد په توګه د زرګونه دردونو او آلامو منونکی په توګه د ۳۷ کاله پاتې شوی ،  نور به بس وي او مرګ غوره ده له دې خوارۍ او تنګ لاسۍ.
نن سبا افغانستان د چابهار بندر او داسې نورو تجارتي لارو چارو په موندلو او بیا رغولو سره د منځني آسیا له هیوادونو سره د راکړې ورکړې ګټور قراردادونه لاسلیک کړي او لازمه ده چې ملاتړ یې وشي او سوداګر دې وهڅول شي چې له همدې نویو لارو پر تجارت او کار بار شدید اقدام وکړي او خپلې راکړې ورکړې دې له دښمن او جابر پاکستان سره بندې کړې.
له هند سره مو دوستي بیا بله امیدواري ده چې ښه ګاوندي پاتې شو او تاریخ تر دې دمه دهند له لوري پر افغانستان د کوم منفي اقدام بیلګه نه ده ثبت کړې ، دواړه هیوادونه او دسیاست په ډګر کې یې کادرونه او مشران ، ملتونه او فرهنګیانو یې په ګډه یو د بل پر وړاندې مینه کول او محبت د یول حق بولي او ګډو همکاریوته ژمن دي چې مشهورې بیلګې یې د افغانستان د ملي شورا او د سلما بند  جوړول یادوم.
د ې خواته اوسنۍ روسیه هم  ملاتړی دی او غواړي افغانستان ته مرستې وکړي او دا مرستي په پوځي  او نورو بروخو کې د پام وړي دي، چې ان شا الله له پاکستان سره به د مبارزې او خپل حریم د بیرته تر لاسه کولو په موخه به افغان لوري ته خوراګټورې وي .
داچې په آینده کې څه کیږي، حالات څيړل کیږي او د دولت هر اقدام به وڅارل شي، خو لازمي او عمده خبرې دادي چې  لومړی دی له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې ژور بدلون راوستل شي، البته له دیپلوماسۍ څه نه جوړیږي، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې هم  ژور او د پام وړ تدابیر وضع کړی شي، له پاکستانه د افغاني اتباعو په بیرته راستنیدو دې هم له مرسته کونکو هیوادونو سره مشوره وشي او عملي ګام پورته شي،
په تورخم کې دې د سرحدي ځواکونو په تشکیل او تجهیز باندې بیا غور وشي او دوی دې جګړې ته اماده وساتل شي، له ولسي  ملاتړ او د ملي وحدت په تحکیم دې هم غور وشي او ملت باید یوه خوله شي، د طالبانو دریځ او ملاتړ ته تر هرڅه ډیره اړتیا ده او عملي چارې او ګټورې لارې دې ورته ولټول شي او دغه راز دافغانانو پر اتحاد دې اغیزمنه پانګونه وشي.
چې دا موارد د پاکستان بد مخی او بې هویتۍ لپاره یو ګواښ او یو درس دی که چیرې دولت یو ځل بیا د خبرو او لوبو ټغر ته پلترۍ ووهي شک نشته چې داځل به ارګ ولي و مردا خانۍ کې به دروازه اچوي.
مونږ پاکستان سره نور رابطه نه غواړ
او ډیورند کرښه هم نه پیژنو
لیکوال:
عبدالغفار کامیاب