
عمر متين تند لاری و، متين په ښوونځي او کار ځاى کې ښه سابقه نه درلوده، متين اورلاندو کلپ ته تلو راتلو، هغه شرابي او رواني ناروغ و،... د هغه ملګري داسې وايي هغسې وايي!!!
کابو يوه اونۍ کيږي چې ټولې رسنۍ هرو مرو د اولاندو کلپ پېښې څخه وروسته چې پکې پنځوس کسان وژل شوي، او ډېر نور ټپيان شول؛ د نويو مالوماتو رپوټونه خپروي. لويديځې رسنۍ هڅه کوي دا پېښه له داعش او نورو تند لارو ډلو سره تړاو ورکړي او د دوی موخه يې وګرځوي. سياست والو ورنه سياسي لوبه جوړه کړې.د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښو نوماندانو هيلري کلنټن او دونالډ ټرامپ هم څو ورځې کيږي، چې د همدې شوې پېښې په اړه وېناوې او سرګرمۍ جوړې کړي دي.
د عمر متين لخوا د پنځوسو کسانو وژنه او دځينو ټپي کول جرم او لېونتوب دى او د وګړي او انسان په توګه هر مسلمان ته داسې پېښې د منلو وړ نه دي او غندل شوې، خو د هغه په جرم د ټولو مسلمانانو تورنول او محکومول تر هغه هم لوى جرم، حماقت او ساده توب دى. د نړۍ په يو قانون کې هم د يو سزا بل ته نه ورکول کيږي، دا نه منطق او نه هم عقل مني !
د مسلمانانو پر وړاندې د حساسيتونو پارول به تندلارې او ترهګرې ډلې نورې هم پياوړي کړي
او ځيني غولول شوي مسلمانان به مخالفتونو ته نور هم ژمن شي .عمر متين چې هر څه کړي او په هر علت چې يې کړي لومړى بايد د هغه دعمل په لاملونو څېړنې او پلټنې وشي!
ولې عام وګړي وسلو ته لاس رسۍ لري په دې مالومات غونډ شي؟ د دې پېښې اړوند نور لاملونه دې پېدا شي، نه دا چې د مجرم ګڼل کيدو لپاره دې مسلماني کافي وګڼل شي او د نړۍ مسلمانان له ستوني ونيول شي، جوماتونه تلاشي او بند شي، سرحدونه وتړل شي او په مسلمانانو بنديزونه ډېر شي. که د يو مجرم مسلمان سزا ټولو مسلمانانو ته ورکول کيږي او د يو فرد له امله د يو ستر دين ټولو منونکو پر وړاندې بد بينۍ زياتيږي، نوبيا پرون چې په بريټانيا کې د يو عيسوي لخوا د پارلمان وکيله وژل شوې ولې د ټولو عيسويانو پر وړاندې حساسيت نه ښودل کيږي ؟ د هند په احمد اباد کې، چې د هندو مذهبو د يوې ډلې لخوا په لسګونه مسلمانان وژل شوي ايا د دې ډلې د عمل نسبت ټولو هندوانو ته ورکړل شوى؟ په هلمند ولايت کې کله چې د يو امريکايي سرتيري لخوا پر ټول کلي بريدونه وشول ايا د ټولو امريکايانو پر وړاندې غبرګون وښودل شو او غندنه يې وشوه ؟
جرم له مذهب او دين سره تړل ستره تېروتنه ده ،جرم په هر مذهب کې غندل شوی او نا روا ګڼل کيږي . جرم سرحد نه لري، او تر ټوله ډېر اسلامي نړۍ د جرم ښکار ده.