افغانان له کوم لوري ګواښل کيږي؟!

نويده خوشبو

له ځانمرګو، ترهګرو، پاکستانيانو، قوماندانو،وکيلانو او که… له چا بايد وېره ولرو ؟! چېرته خوندي يو؟ په کور کې، په جومات کې، په ښوونځي، کوڅه، پټي، ښار بازار او که چېرته ؟! مشخص ګواښ او ځانګړى لوری مالوم ندى ! له يوې خوا له ترهګريزو پېښو په وېره يو؛ له بل پلوه له چارواکيزو زور زياتي ډاريږو!
د افغانستان سوله ثبات او د امنيت ټينګښت نه حل شوې معادله ده؛ د وروستېو رپوټونو له مخې د تېرو کلونو په پرتله امنيتي حالت لا خراب شوی دى. د ټېکاو د ټينګښت په برخه کې نه د ولسمشر غني امنيتي ميکانيزم اغيزه مالومه ده، او نه هم له امريکا سره د امنيتي تړون ګټې محسوس شوي دي، ولس هيڅ ځاى خوندي نه دى !!!
په عامه ځاينو، لکه جوماتونو کې پر لمونځ کوونکو وروستي بريدونه يادولې شو. د ګاونډي پاکستان لخوا په استوګنځاينو توغنديز بريدونه او اوسمهال مخامخ نښتو هم عام وګړي له ننګونو سره مخ کړي دي. ځانمرګي، چاودنې، برېدونه، برمته نېونې، د مسافرو وژنه او زورونې خو د مخالفينو په نوم تماميږي او
تر يو حده د وېرې طرف مالوم دی، خو ستونزمنه دا ده چې، د خپل ساتونکو او استازو لخوا چې د ملکيانو د ساتنې ضامن دي؛ له تهديدونو سره مخ شئ. په دې ورستيو کې يو ډاکټر او د هغه پلار د ولسي جرګې استازې د ساتونکو لخوا وهل ټکول کيږي!!!
که څه هم، د تخار استازې حبيبه دانش په یاده پیښه کې خپل لاس لرل ردوي، خو په رسنيو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د ولسي جرګې دا غړې د بخښنې په موخه د یاد ډاکټر کور ته له یوشمېر استازو او په پارلماني چارو کې د دولت وزیرسره تللې ده.
دا لومړى ځل ندى، په تېرو کې د ځينو استازو، چارواکو،قوماندانو او پوليسو لخوا د ملکيانو د زورونې پېښې شوي. د دې پر ځای چې د خلکو لخوا چارواکو ته ستونزې جوړې شي؛ د چارواکو لخوا ولس زورول کيږي.
ولس چاته شکايت او له چا د ساتنې تمه ولري، چېرته محفوظ او خوندي دي؛ بې ځوابه پوښتني دي.