
چپاولګر وتالانګر پاکستان
جهاديانو ورته اردو ړنګه او وسله يې پرې د کباړ په نوم خرڅه کړه او د سميع الحق شاګردانو ((طالبانو)) بيا په قرضونو کې غرق پاکستان لپاره د خپل هېواد ملي خزانه لوټوله
سرتاج عزيز و مولانا سميع الحق غله، مولانا فضل الرحمن ګنګړپ او حکومتونو يې د ډاکټر نجيب الله له وژلو، د اردو له نړولو سره سره د طالب په جامه کې د افغانستان ملي خزانه هم لوټوله، خو له نېکه مرغه چې ډاکټر نجيب الله د خزانې کونجيانې اوو لوړ پوړو بېلا بېلو کسانو ته ورکړې وې. تاريخ به پر کمونيست نجيب الله، مجاهدينو او طالبانو باندې قضاوت وکړي
د افغانستان د خزانې پر لوټولو يې لکه چې خپل په ټريلونو سودي قرض خلاصولو او هم يې پرې لکه چې خپلې اسلامي مدرسې چلولې؟
د پاکستان له اسرائيلو بدتر دي. هغو خو لږ تر لږه فلسطين ته خوراکي توکي پرېږدي، خو د اسلام ټيکه دار زموږ هر څه بندوي او نه يې پرېږدي. که فلسطينيان د اسرائيلو په کلابندۍ کې دي، خو موږ بيا د خپل مسلمان ګاونډي او د اسلام له ټيکه داره په کلا بندۍ کې يو. دا ځکه چې موږ په وچه کې ايسار يو او د خپلو ناروا غوښتنو لپاره هر وخت چې زړه يې وغواړي موږ له خوږې ګوتې نيسي.
تاسو ګورئ چې امريکا ملا منصور يې په خاوره کې وويشته او له بل لورې افغانستان له ايران وهندوستان د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره د کراچۍ د بديل پرځای د چابهار بندر پرانيستنه وکړه او له بل لورې بيا کانګرس ورته د ايف شپاړس الوتکو معامله فسخه کړه او پرېکړه يې وکړه چې د حکومت پيسې بايد ورنه کړی شي او خپلې پيسې بايد ورکړي، نو سملاسي غبرګون يې دا وو چې د تورخم پروژه رامخته کړي او د ترهګرو د مخنيوۍ په پلمه خپله غوسه افغانستان، امريکا، ايران او هند ته وښيي.
- افغانستان ته د دې لپاره غوسه ښکاره کوي چې ولې له هند سره نژدې شو او لا نژدې کيږي؟
- امريکا ته د دې لپاره په غوسه دی چې ولې پرې پيسې بندې او د الوتکو لپاره ترې د خپلو پيسو غوښتنه وشوه.
- ايران و هند ته د دې لپاره په غوسه دی چې ولې يې د چابهار بند پرانېست چې افغانستان وهندوستان به ترې په راتلونکې په ارام شي او لږه سا به ترې واخلي.
- هند ته بيا د دې لپاره هم په غوسه دی چې ولې له افغانستان سره نژدې کيږي؟ او داسې نور.
د ښاغلي رستم شا د مرکې پر اساس چې هغه د خپل حکومت پرېکړه پرځای او درسته نه بولي او دا يوه عاجله نامنونکې پرېکړه ګڼي چې پوځي واستخباراتي چارواکو سملاسي راپورته کړې او دواړو هېوادونو ته په ګټه نه ده، په تېره بيا پاکستان ته زياته په تاوان ده. خپله مشوره حکومت ته وړاندې کوي، خو ځينې حکومتي چارواکي مشورې ته غوږ نه نيسي او داسې بايد نه وای شوی. لينک دلته اورېدلی شئ :
مومند: ترهګر له پاسپورت سره پر تورخم نه تيريږي
http://www.pashtovoa.com/a/3378831.html
بله هڅه يي دا ده چې په امريکا کې د پاکستان لپاره لابي يا خواخوږي پيدا کړي چې هلته د پاکستان په تړاو بد ذهنيت بدل کړي او د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکي ښې شي، خو په فلورېدا ايالت کې مېشت پاکستانی ژورناليست او مبصر بيا دا اسانه نه ګني چې د پاکستان په تړاو دې هلته ذهنيت دومره په اسانه باندې ښه شي. که پاکستان خپل ځان سپينول غواړي، نو خپلې غلطې پالېسيو کې دې بدلون راولي او هغه دې سمې کړي چې دلته يې په دې لېنک کې اورېدلی شئ :
پاکستان په اسانۍ د امريکا نظر نشي بدلولائ
http://www.pashtovoa.com/a/3377825.html
دا ښه شوه چې طالب د ډاکټر نجيب له وژلو وروسته په خپله هڅه کې بريالی نه شو، کنه د پاکستان په دنده ګومارل شويو به د طالب په جامه کې د هېواد ملي خزانه لوټلی وای او ټوله طلا او پانګه به يې له ځان سره وړی وای، خو ښه شو چې الله تعالی نجيب ته د دې پوهه او استعداد ورکړی وو چې د ملت دغه پانګه څنګه له چور و چپاوله او تالانه وساتي او راتلونکي حکومتونه او نسلونه ترې ګټه وکړي، نو هماغه وو چې د خزانې کونجيانې د خپل وخت بېلا بېلو معتمدو لوړ پوړو چارواکو ته ورکړې وې چې د ټولو په نه شتون کې څوک ونه شي کولی چې جبه خانو او صندقونو ته لاسرسی پيدا کړي، خو طالب دا هڅه هم وکړه او د ګمرک رئيس يې په مرګ ګواښلی وو، خو له هغه يې هم څه ترلاسه نه کړل، کنه زموږ ټوله ملي خزانه به د ناپوه طالب له لاسه د اغيارو له لاسه چور وتالان شوی وای. لينک دلته کتلی شئ : Dr,Najibullah murder mystery راز قتل داکتر نجیب الله https://www.youtube.com/watch?v=ZcK9FtM-8UI
دا چې ولې يې نه شي بدلولی دا ځکه چې د دوی دوه مخيتوب نور تېری نړۍ ته رسوا شو. الله تعالی خلکو ته مهلت ورکوي او چې کله يې وغواړي چې سپک او ذليل کړي، نو بيا يې رسوا کړي او پاکستان نن په نړيواله کچه اسلامي وغيراسلامي نړۍ ته سخت بدنام شو. دا ځکه چې ملايان يې له حکومت، پوځ واستخباراتو نه ويريږي او د هغوی له وېرې څه نه شي ويلی.
وايی چې : يوه ورځ حضرت عمر رضی الله تعالی غوښتل چې يو تن ته سزا ورکړي، نو هغه ترې وغوښتل چې دا ځل مې وبښه او بيا به يې نه کوم، نو حضرت عمر رضی الله تعالی ورته وويل چې نه. دا ځکه چې الله تعالی پر يوځل، دوه ځلې يا درې ځلې څوک نه رسوا کوي، تر څو چې ډېره يې ونه کړي، نو تا دا عمل يو ځل نه دی کړی، بلکې زيات دې کړی، نو ځکه الله تعالی رسوی کړې او زه به ختمي نن ورځ سزا درکوم، نو پرې يې نه ښوده او سزا يې ورکړه، نو پاکستان ته هم الله تعالی د دوی د دوه مخيو او په څو مسلسلو لسيزو يې موږ او نړۍ ته دروغ وويل، نو نوره بله پلمه ورته پاتې نه شوه، نو ځکه پرې الله تعالی امريکا بې باوره کړه او ورته سم روښانه شوه چې د يو دوست ومتحد هېواد په توګه بيا هم له موږ سره ملګری نه دی، نو ځکه نن الله تعالی دې رسوايۍ ته ورساوه چې اسامه يې ورته د سينې لاندې وويشته او ملا عمر يې هلته په روغتون کې ساه ورکړه او بيا يې د مړي خبر ورته د دوه نيمو کلونو لپاره پټ وساته. له مرګ وروسته يې ملا منصور راوسته او هغه يې په خاوره کې ورته وويشته، نو دوی اوس الله تعالی په نړيواله کچه په دې ستره بدنامۍ کې اخته کړل چې هېڅ دوست يې ځان ته پرې نه ښووه پرته له دښمنه.
د سړي چې د ملا طبقه دومره دروغژنه شي چې نور پرې څوک هر چېرې باور نه کوي، نو له دې بله لويه رسوايي چېرې ده؟ د لابي پيدا کېدو ته اړتيا نشته، بلکې خپله کړنلاره دې سمه کړي. په انګرېزۍ کې ورته بيا ((Behave yourself)) وايی چې تربيه دې سمه کړه يعنې سم شه. يا په بله مانا ((اخلاق دې سم کړه!)).
عجيبه شانې ټولنه ده چې دروغ ورته هېڅ نه ښکاري او نه يې په ګناه کې شمېري. حال دا چې پر دروغو انسان د الله تعالی له رحمته ليرې کيږي. ځکه چې قرآن ورته د لعنت کليمه کارولې او لعنت مانا دا چې د الله تعالی له رحمته لېرېوالی، نو په دې هيله چې دوی نور د ديکتاتور ضياء د وخت غلطو پالېسيو ته د پای ټکی کښيږدي او نور هغه لاره تعقيب نه کړي.
په درنښت سيد حسين پاچا
Afghanistan treasure saved by Dr Najibullah https://www.youtube.com/watch?v=Eg6XDUPVpak
Afghan gold: How the country s heritage was saved http://www.bbc.co.uk/news/world-south-asia-12599726