
د جهاد او مقاومت د ټيکه دارانو که څه هم چې ضمير مړ دی، خو کالبوت يې لا ژوندی دی او تر اوسه د دې ستړي مظلوم ملت په ټپي اوږو عملاّ بار دي. دغه جهادي دوکه ماران خپل ډوډوزن کالبوت تر ټول ملت سپڅلی بولي او په نېستمن ملت يې د وطن د ساتنې د يوازينۍ اسرې په بيه پلوري. نن د تورخم جګړې د همدې لنډه غرو همدا پليد کالبوت، نجس ضمير، عقيده، غيرت او مېړانه وننګوله، خو نه يې ضمير، نه عقيدې او نه مېړانې ځواب ووايه.
د شورا نظار لنډغر، کچه او بې ننګه مشران پښتنو ته د پاکستانيانو خطاب کوي، پاکستان خپل اصلي دوښمن ګڼي، د پاکستان پر ضد د مېړانې، جهاد او مقاومت باټي وهي، د پاکستاني په نامه يې د افغانستان په هر ګوټ کې د مظلومو پښتنو په سر، مال او پت يرغل وکړ، په زرګونو يې شهيدا کړل، په زرګونو يې د امريکا زندانونو ته ور ټېل وهل او په زرګونو يې په خپلو شخصي زاندانونو کې ساتلي دي.
نن چې پاکستان په زغرده په افغان ولس يرغل وکړ، نه يوازې د شورای نظار لنډه غر او خائنان چوپ پاتې شول، بلکې همداسې د پښتني ټولنې هغه خيرنه برخه چې پنجاب ته يې سرونه تيټ دي او اوس هم له پنجابي آخور څخه واښه خوري. دومره زړه يې و نه کړ چې د خپل وطن، ناموس او پت د ساتنې په موخه غږ اوچت کړي. يونس قانوني، د پچو غل جنرال بسم الله، رباني، هغه دوه نور د کابل کيسه بوران جنرال سالنګي او هغه بل لنډه غر، يوه هم خپل مرګونی او بې ننګه سکوت مات نه شو کړای. د مزار امپراتور د خپلو امريکايي همکارانو (کونيانو) په مرګ غمشريکي وکړه، خو د تورخم په جګړه يې خوله تړلې پاتې شوه. همداسې د چرګانو غل جاوسوس با افتخار در واخلئ چې ان په دې جګړه کې يې افغان دولت ګرم وګڼه. خولې مو له خاورو ډکې شه او تل تر تله همداسې ذليل اوسئ!
د دغه ډاړه مارانو نه يوازې سرونه پنجاب ته ټيټ دي، بلکې د پنجاب پر وړاندې د پاڅون او مقاومت له چيغې سره سم به افغان ولس پوښتنه کړې وای چې له پنجاب سره په څه شي وجنګېږو، توپ، ټانګ، سکارد، لونا، اوروګان، جنګي الوتکې او .... خو ټول تاسې پنجاب او ايران ته ور کباړ کړل.
له دې مذهبي ټيکه دارانو او قومي سوداګرو سره د توپ، ټانګ او الوتکې نشت کومه ستونزه نه ده، ځکه چې دوی خو هسې هم نه جنګېږي او ملت جنګېږي. ستونزه دا ده چې دوی خپل پت، ننګ او غيرت په روس، پنجاب او ايران وپلوره او پاتې يې امريکا او نورو ناټويانو ته په چاپلوسۍ له لاسه ورکړ.
ولس په تش لاس هم پنجاب ته خپله سينه سپر ګرځولای او د خپل ناموس دفاع کولای شي. دا جګړه افغان ولس ته کومه ستره ننګونه، غميزه او ناورين نه وو. ان تر دې چې جګړه نه وه، بلکې د پنجاب دا تېری د جهادي ټيکه دارانو، مقاومتي ډاړه مارانو، قومي سوداګرو او کاغذي زمريانو لپاره يوه آزموينه وه چې الحمدلله بيا هم پکې ناکام شول. اوس نو هر افغان پوهيږي او خپل عقل او ضمير يې چې له دي داړه مارانو څخه ځان خلاصوي که بيا هم د دوی په فتواوو، ژمنو، نارو او توطئو د خپل پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او ....ورور وينې تويوي.